د حقوقو پوهنځي محصلینو د دفاع وکالت او جزایي اجراآتو اصولو مضامینو عملي زده کړه تر سره کړه

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۵:۲۰
319

له (۱۳۳) څخه زیاتو د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي قضاء او څارنوالي څانګو د ورځې څلورم ټولګي او شپې پنځم ټولګي محصلینو د دفاع وکالت او جزایي اجراآتو اصولو مضامینو یوه دوره عملي کار زده کړه ترسره او په پای کې پر هغوی تصدیق پاڼې وویشل شوې.

نوموړی عملي کار د استاد ضیاءالحق زاهد او د حقوقو پوهنځي ټولو استادانو په همکارۍ ترسره شو. ددې عملي کار موخه د حقوقي دوسیو ترتیب او تنظیم، د اتهام نامې ترتیبول، د دعوا اقامه، د دعوا دفع، د دعوا صورت، د عریضې لیکل او نورو حقوقي او جزايي موضوعاتو سره د محصلینو بلدتیا ښودل شوې ده.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل احسان الله فیصل ددې برنامې پایله مثبت یاده کړه او  محصلینو ته یې د زیاتو عملي کارونو د ترسره کېدو خبر یې ورکړ.

د کابل پوهنتون محصلانو چارو معاون ښاغلي صلاح الدین ایوبي په یاده برنامه کې د ګډون ترڅنګ د محصلینو لپاره عملي کارونو ترسره کول مهم وبلل. له هغوی یې غوښتنه وکړه؛ چې د عمل په میدان کې لوړ نوښتونه ولري.

یاده برنامه د خیر په دعایه او محصلینو ته د بریالیتوب په توفیق غوښتلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳
Background image

د محتوا تولید سمینار ترسره شو

کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم  پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د محصلینو لپاره د محتوا تولید تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار ترسره شو.

 یاد سمینار کې د مسلکي ټرینر له لوري د محتوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۴۳
Background image

د الکترونیکي لېږد را لېږد سيستم روزنیز ورکشاپ دایر شو

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د آمریت په همغږۍ د الکترونیکي لېږد را لېږد یا برېښنايي مراسلاتو سیستم د ښه تطبیق په موخه یو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: