اداري کارمندانو ته مدیریت زده کړې ورکشاپ دایر شو
د کابل پوهنتون د مسلکې پراختیا امریت له لوري د مدیریت زده کړې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو چې پکې د پوهنتون اداري کارکوونکو ګډون درلود.
په ورکشاپ کې د مدیریت کلیدي عناصر، اداره او سازمان، د ادارې او مدیریت اهمیت، د ادارې اساسي عناصر، د مدیریت پنځه ګونې دندې، اداري مفاهیم او اسناد، او همدارنګه د اسلام له نظره مدیریت اړوند موضوعات د مسلکي ټرینر استاد پوهنمل محمد رفیع اکبري له لوري په تفصیل سره وړاندې شول.
یاد ورکشاپ چې د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه دایر شوی و، پکې د ګډونوالو تر منځ پوښتنې او د هغوی د ځوابونو لړۍ هم ترسره شوه.
