د کابل پوهنتون رهبرۍ له ممتازو محصلینو سره ګډه ناسته وکړه

د کابل پوهنتون د رییس دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ د کابل پوهنتون له ټولو پوهنځیو څخه پنځوس تنو ممتازو محصلینو سره نن د غبرګولي پر اته ویشتمه نېټه ګډه ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې ممتازو محصلینو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل او د پوهنتون د رهبرۍ د علمي او اداري خدمتونو مننه یې وکړه.
د کابل پوهنتون رییس له محصلینو وغوښتل چې په خپلو زده کړو کې هڅاند واوسي او "د اسلام او هېواد په حق کې خپل مسولیتونه هېر نه کړي". هغه وویل: د پوهنتون دروازې تل د محصلینو پر مخ خلاصې دي او مسولین ستاسو خدمت ته ژمن دي.
ښاغلي عزیز وویل، پوهنتون هڅه کوي د نظري زده کړو سربېره عملي تجربو ته هم لا پراخ فرصتونه برابر کړي.
نوموړي په دې برخه کې له بېلابېلو امارتي ادارو سره د شويو هوکړه ليکونو یادونه وکړه، چې له مخې یې د ساینسي علومو محصلین له عملي فرصتونو ګټه اخلي.
په ناسته کې د محصلینو د فکري لوړاوي په موخه د محصلانو چارو د انسجام آمریت د نوښتونو او فعالیتونو ستاینه هم وشوه.