د Lumpy Skin Disease ناروغۍ د پېژندې، کنترول او درملنې په اړه په کابل پوهنتون کې کنفرانس تر سره شو

Anonymous (not verified)
Tue, Aug 09 2022 3:57 PM
9pic

پدې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په غواګانو کې د Lumpy Skin Disease  د ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپورونه خپاره شوي چې په همدې وجه د یادې ناروغۍ د پېژندنې، کنترول او درملنې تر عنوان لاندې کنفرانس د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي لخوا د کرنې وزارت، د عامې روغتیا وزارت او د کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون جوړ شو.

 لومړی د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهاند دکتور شیرشاه سادات د موضوع په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له رسنیو یې وغوښتل چې هغه څه چې پدغه کنفرانس کې د Lumpy Skin Disease  په اړه بیانېږي تر عامو خلکو پورې ورسوي.

ورپسې د وترنري پوهنځي استاد ښاغلی پوهنوال ډاکټر اسدالله صمدی د Lumpy Skin Disease د ناروغۍ په اړه ګډونوالو ته علمي معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې یاده ناروغي انسانانو ته نه انتقالېږي او په څارویو کې د درملنې وړ ده هغه زیاته کړه چې په نړۍ کې ددغه ناروغۍ پر وړاندې اغېزمن واکسین وجود لري او د کرنې وزارت یې باید هیواد ته وارد کړي.

پدغه کنفرانس کې د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا ریاست استازي ډاکټر ابراهیم فروتن د کابل پوهنتون د رهبرۍ څخه ددغه کنفرانس د جوړولو په پار مننه وکړه او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د یادې ناروغۍ د پېښو په اړه معلومات وړاندې کړل او پدې اړه یې د کرنې او مالدارۍ وزارت کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې ډیر ژر به په ټول هېواد کې ددغه ناروغۍ ضد واکسینو کمپاین پیل کړي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت د سرویلانس ریاست استازي ډاکټر نصیر احمد ستانکزي پدې کنفرانس کې وویل چې د دوی اداره چمتو ده چې پدې برخه کې د اړونده بنسټونو سره مرسته وکړي په وروستیو کې ډاکټر صمدي د یاد کنفرانس پایلې بیان او له رسنیو یې و غوښتل چې ددغه ویرویس د مخنیوي او درملنې د لارو چارو په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کړي.

Latest news

Thu, Sep 21 2023 11:13 AM
Background image

Museum

The National Museum, in Kabul, holds the largest collection of Afghan antiquities in the world and as such is the only destination for those who wish to learn about the rich and diverse. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain