علمي شورا

علمي شورا د کابل پوهنتون تر ټولو لوړه اکاډمیکه مرجع ده، چې د ډيپارټمنټونو او پوهنځیو د شوراګانو، د تقرر او انفکاک، علمي ترفېعاتو د کمېټو پرېکړو، د تګلارو د طرح، د څېړنیزو لارښودونو او نورو ټولو علمي چارو په اړه د بحث او تصمیم نیونې صلاحیت لري.

د علمي شورا جلسه د کابل پوهنتون د رییس په مشرۍ جوړېږي چې علمي مرستیال پکې د شورا د مرستیال، د استادانو امر پکې د منشي او مالي و اداري چارو او محصلینو چارو مرستیالان، د پوهنځیو رییسان او د هر پوهنځي یو یو لوړ رتبه استازي[لږ تر لږه د پوهنوال علمی رتبې په درلودا سره] او د کابل پوهنتون کادري امران پکې د غړیو په حیث ګډون کوي.

د کابل پوهنتون علمي شورا دا دندې او واکونه لري: په پوهنتون د څېړنو او تګلارو طرح او د لوړو زده کړو وزارت ته یې وړاندیز، د دوره یی بیا کتنې د کمېټې د علمي پروګرامونو بیا کتنه، رد، په اړه یې وړاندیز او یا یې تصویب، د څېړنیزو پلانونو ارزونه او په پوهنتون کې یې د تطبیق لپاره د لارښودونو وړاندیز او د شرایطو په پامنیوي د لوړو زده کړو په تقنیني اسنادو کې د طرح یا تعدیل وړاندیز.

پر دې سربېره د کابل پوهنتون اړوندو علمي پروګرامونو، ډيپارټمنټونو او پوهنځیو د تاسیس، پراختیا، مدغمېدا یا منحلېدا ، تر لیسانس پورته علمي پروګرامونو او د ظرفیت لوړونې د لنډمهالو تخصصي کورسونو د جوړېدا، د علمي کادر د غړيو د تقرر، انفکاک و تقاعد، د تحصیل د کچې او د لوړو زده کړو وزرات د اصولو په پامنیوي د علمي کادر د غړیو د علمي رتبو د تثبیت او د علمي کادر د غړیو د علمي سویې د لوړونې اړوند وړاندیزونو ارزونه او نورې دندې او واکونه چې د لوړو زده کړو د تقنیني اسنادو له مخې ورکول کېږي؛ هم د علمي شورا په صلاحیتونو کې راځي.

د کابل پوهنتون دعلمي شورا پرېکړې په رسمي ډول(له نېټې او پروټوکول شمېرې سره) د پرېکړو په کتاب کې درج او ژر تر ژره اړوندو مرجعو ته استول کېږي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم