د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د سټنډرډ ملي ادارې (ANSA) ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۴:۴
asdae

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د سټنډرد ملي ادارې (Afghanistan National Standard Authority-ANSA) ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د ملي سټنډرډ جوړېدو، فعالونې او د دواړو لورو لابراتوارونو څخه اغېزمنه ګټه پورته کول او د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول، د محصلینو لپاره د کاري زده کړې زمینه برابرول او د فارمسي پوهنځي د فارغینو لپاره د کاري فرصتونو برابرېدو په موخه د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دا هوکړه لیک، چې په شپږو برخو کې جوړ شوی دی، د شپږو مادو لرونکی دی، چې د هغې لویه موخه د سټنډرډونو او تخنیکي مقرراتو، فارمسي پوهنځي په واک کې د سټنډرډ ملي ادارې له لوري جوړ شوو سټنډرډونو ورکول، د دې پوهنځي محصلینو ته د دې جوړ شوو سټنډرډونو په هکله پوهاوی ورکول، د فعالونې په برخه کې همکاري، د سټنډرډ ملي ادارې له لابراتوارونو څخه زده کړه او اغېزمنه ګټه، د معلوماتو شریکول، شمېرې، احصائیه او مسلکي پوهه د ملي سټنډرډونو او تخنیکي مقرراتو پلي کولو په برخه کې د فعالیتونو اغیزمنتوب او د ملي سټنډرډ اداره کې د زده کونکو لپاره د عملي کار او لنډمهاله روزنې کورسونو چمتو کولو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاريو تر سره کول وو.

دا هوکړه لیک د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۴ نېټه د کابل پوهنتون له لوري د کابل پوهنتون رییس پوهاند دوکتور محمد عثمان عثمان بابري او د دې پوهنتون د فارمسي پوهنځي رییس ښاغلي محمد آقا ژکفر او د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ښاغلي عزیز احمدزي او د دې ادارې تخنیکي مرستیال مطیع الله ځلاند له لوري لاسلیک او د درې کلونو لپاره د تمدید شرایطو سره به د باور وړ وي.

د ستندردونو ملي اداره د سټنډرډ ملي قانون او د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو په هیواد کې د زیربنايي پرمختیا د کیفیت یواځینۍ مسووله مرجع ده، چې په هیواد کې د ملي سټنډرډونو او تخنیکي مقرراتو (اجباري سټنډرډونه) جوړېډل او پلي کېدل په غاړه لري.

کابل پوهنتون په ورستیو کلونو کې له مختلفو ملي او نړۍوالو ادارو او بنسټونو د هوکړه لیکونو په لاسلیک سره تل هڅه کړې تر څو د دې بنسټ استادانو، محصلینو او کارمندانو لپاره د زده کړې او وړتیاوو لوړولو په برخه کې زیاتې زمینې برابرې کړي، چې د سټنډرډ ملي ادارې سره هوکړه لیک یې یوه بېلګه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: