د کابل پوهنتون د لومړیو ټولګیو او نورو محصلینو لپاره د لوړو زده کړو ښوونیز سیسټم مدیریت (HELMS) څخه د ګټې اخیستنې زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۲:۳۸
یبشسث

د لومړیو ټولګیو او نورو محصلینو لپاره د لوړو زده کړو د ښوونیز مدیریت سیسټم (HELMS) څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالې برنامې سره یې، چې اشنايي نه درلوده د روان کال د لیدنۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي (IT) مسوولینو له لوري پیل شوه.

ښاغلي عبدالحي علمیار، چې د دې برنامې مدرس او د دې برنامې موخه د هغو محصلینو د ستونزو حل دی، چې د دې سیسټم سره اشنايي نلري، د لیندۍ میاشتې له اتلسمې نېټې  وروسته د انلاین درسونو لپاره تیاري او (HELMS سیسټم) له لارې د درسونو وړاندې کول او د لومړیو ټولګیو او هغه محصلین، چې له دې سیسټم سره پوره اشنايي نلري بیان کړل، ویې ویل: په پام کې لري، چې د لومړیو ټولګیو او هغه ټول محصلین، چې له دې سیسټم سره د اشنايي ته اړتیا لري د لیندۍ تر ۸ نېټې پورې زده کړه ورکړي څو د کابل پوهنتون ګران محصلین د دې سیسټم د ګټې اخیستنې بهیر او د سمسټر په جریان کې په انلاین ډول د درسونو زده کړه له ستونزو سره مخ نشي.

دا برنامه د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ۱۳۹۹ لړم ۲۶ نېټې ناستې د ۲۵مې شمېرې مصوبې وروسته، چې د کرونا ویروس دویمې دورې ته په کتو د هیواد ټول دولتي او خصوصي د لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه د لسانس، ماسټري او دکتورا دورې د روان کال د لیندۍ له ۸ د کب میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې رخصت اعلان کړل او دې سره په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت ټول د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونه په غیر حضوري یعنې په انلاین ډول او چټکو درسونو په وړاندې کولو مکلف دي، وړاندې شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۸
Background image

د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه تدریسي درملتون د ۱۴۰ متره مربع ځمکې پر مساحت، په دوو پوړونو کې جوړېږي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: