د کابل پوهنتون د استادانو لپاره د مسلکي ودې ځانګړی پروګرام پرانیستل شو

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۴:۲۷
39

دغه ښوونیز پروګرام چې د بهرنیو )المان، کاناډا او امریکا د معتبرو پوهنتونونو) استادانو لخوا د کابل پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنتونو آمرینو او استادانو لپاره په لار اچول شوی د روان کال د زمري میاشتې په ۱۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رئیس، مرستیالانو، د لوړو زده کړو وزارت د رئیسانو او بهرنیو مېلمنو په حضور کې پرانیستل شو.

په پیل کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز وینا وکړه او ویې ویل چې یاد پروګرام د پوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنتونو آمرینو او استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې خورا اړین دی او هیله یې څرګنده کړه چې هغوی له دغه پروګرام څخه د خپلو کاري چارو د ښه مدیریت په برخه کې ګټه پورته کړي.

وروسته د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت د دغه پروګرام په اړه خبرې وکړې او د علمي موضوعاتو د کیفیت په لوړولو کې یې ذکر شوی پروګرام اغېزمن وباله.

ورپسې د PTS د اکاډمیک ټیم رئیس محترم ډیویډ الان لینډسي د کابل پوهنتون د مسوولینو او استادانو په مینځ کې له خپل شتون څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د دوی ټیم د همکارۍ لپاره کابل پوهنتون ته راغلی او هڅه به وکړي چې نوي او مهم علمي مسایل پدغه علمي برنامه کې استادانو ته وړاندې کړي.

همدارنګه پدغه پروګرام کې د افغانستان امریکايي پوهنتون پخواني او د کابل پوهنتون اوسني استاد تیموتي ویکس (جبرئیل عمر) هم خبرې وکړې.

دغه زده کړه ییزه برنامه به په دریو مختلفو وختونو او پنځلسو ورځو کې بشپړه شي چې د پوهنځیو رئیسانو ته به د رهبرۍ او ستراتیژیک پلان جوړولو په برخه، د دیپارتمنتونو آمرینو ته به د کورسونو د ډیزاین او نصاب په برخه او استادانو ته به د کورس پالېسیو او تدریس د مېتودونو په برخه کې د بهرنیو استادانو لخوا څخه زده کړې ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۸
Background image

د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه تدریسي درملتون د ۱۴۰ متره مربع ځمکې پر مساحت، په دوو پوړونو کې جوړېږي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: