کتابتون او لابراتوارونه
د چاپيریال ساتنې پوهنځی د یو کتابتون، یو لابراتوار او یو څیړنیز مرکز لرونکی دی.
څیړنيز مرکز: د افغانستان د چاپېریال ساتنې معلوماتو مرکز (AEDC) په ۲۰۱۶ م کال کې په چاپېریال ساتنې پوهنځي کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې په مرسته تاسیس شو. د افغانستان د چاپېریال ساتنې معلوماتو مرکز د چاپېریال ساتنې اړونده معلوماتو او ډیټا د مدیریت لپاره، د کابل پوهنتون د استادانو، محصلانو، ملی او نړیوالو څېړونکو د اسانتیا لپاره تاسیس شوی دی. نوموړی مرکز د یو پراخ ډيټابیس لرونکی دی، چې د ملي او نړیوالو ادارو لخوا تولید شوي معلومات او ډیټا پکې په سافټ او هارډ ډول سره ساتل کیږي. نوموړی مرکز د یو لړ انلاین کتابتونونو او چاپيریال ساتنې له ډیټابیسونو لکه: MAP-X، OARE او داسې نورو سره تړلی دی. نوموړې مرکز د چاپېریال ساتنې د څېړنو او ټریننګونو د ترسره کولو لپاره تاسیس شوی.
کتابتون: د چاپېریال ساتنې پوهنځي کتابتون د درسي کتابونو، مجلو، تخنیکي راپورونو، تیزسونو او مونوګرافونو کلکسیونونه لري، چې په سافټ او هارډ شکلونو سره ذخیره شوي دي. نوموړی پوهنځی یو لړ انلاین (پرلیکه) کتابتونونو لکه: د علومو ملي اکادمي، انجنیري او طب، د ICIMOD کتابتون، OARE، ACKU او داسې نورو ته لاسرسی لري. سربیره پر دې، یو لړ انلاین کورسونو لکه ته د edX، edX-edge، SDGAcademy، Coursera، Learning for Nature، iVersity او داسې نورو له لارې لاسرسی لري. د پوهنځي استادان او محصلان د نړۍ منلو او لوړ کیفیت لرونکو پوهنتونونو سلګونو تخنیکي او مسلکي انلاین کورسونو ته لاسرسی لري.
لابراتوار: د اوبو د څېړنې او پلټنې لابراتوار چې د لوړو تخنیکي وسایلو لرونکی دی، چې په ساحه کې د فریکي پارامترونو د اندازه کولو وړتیا لري. سربیره پر دې د اقلیمي حالاتو او هوا د تحلیل لپاره هم د ښې تکنالوجۍ وسایل لري. Land Mapper د لوړې تکنالوجۍ یوه داسې آله ده، چې د ځمکې لاندې طبقاتو او جیولوجیکي فارمیشنونو د څېړنو لپاره کاریږي.