په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو بنسټونو محصلینو واکسناسیون بهیر پیل شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۷:۲۲
ku

په کابل پوهنتون کې د حضوري زده کړو د پیل تدابیرو په موخه د دوهمې دورې واکسیناسیون بهیر محصلینو، استادانو او کارمندانو ته د روان کال د زمري په ۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزیر، د عامې روغتیا وزارت کارمندانو او د کابل پوهنتون محصلینو په حضور کې پیل شو.

د هیواد د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر د دې بهیر په پرانیست غونډه کې، چې په کابل پوهنتون کې پیل شو، د دې واکسیناسیون په پیل د خوښي ترڅنګ یې وویل: په خواشیني سره، چې د کرونا ویروس نړۍ والو، افغانستان چارو ته د تاوان رسولو په ځانګړې توګه د هیواد لوړو زده کړو سیسټم ته یې لوی ضرر رسولای دی، چې له یو لوري د حضوري درسونو د تعطیلاتو ته جدي ضرر او له بل لوري د ظرفیت ټيټېدل او د انټرنټ او ټکنالوژي د برخې نه تیاري او په انلاین ډول درسونو ته د هیواد په زیاتو برخو کې دې سیسټم ته د استادانو او محصلینو لازم نه لاسرسۍ دی، چې دا د دې سبب شو تر څو د لوړو زده کړو بنسټونو بنسټیزو مسوولینو له لوري اړینه رسېدنه ونشي. د کرونا ویروس ممکن یو دوامداره ناروغي وي، چې د دوام په صورت کې د راتلونکو څپو د راتلو بهیر درسي سیسټم او د هیواد د لوړو زده زده کړو برخې ته زیات تاوانونه واړوي او محصلین، چې د ټولنې محرکه زړه دی وبه دریږي. پدې توګه له کومه ځایه، چې د لوړو زده کړو سکتور رهبري لپاره د حضوري درسونو بیا پیل او د لوړو زده کړو بنسټونو د محصلینو، استادانو او کارمندانو روغتیا مهمه وه، د لوړو زده کړو وزارت او عامې روغتیا وزارت رهبري تر مشورو وروسته پرېکړه وشوه، چې د محصلینو واکسناسیون پیل او تر دې وروسته د کرونا ویروس باندې د اخته کېدو پېښو راپورونو موجودیت راښکته وښيي، د پوهنتونونو درسونه به په تدریجي ډول سره پیل شي، چې پدې توګه د زده کړو تر پیل مخکې د ټولو لوړو زده کړو بنسټونو د محصلینو واکسینېدل اړین دي.

دکتور بصیر زیاته کړه، چې د هیواد د ټولو محصلینو په اندازه واکسین شته دی او د هغو واکسیناسیون د حضوري درسونو پورې به دوام ومومي، چې پدې توګه د کابل پوهنتون درسي ټولګیو او لیلیو او د لوړو زده کړو او نورو بنسټونو ته د ننوتو پر مهال د واکسین د کارت شتون اړین دی.

د کابل پوهنتون د محصلینو د واکسیناسیون بهیر، چې نن چهارشنبه پیل شوی په کابل پوهنتون کې د حضوري درسونو تر پیل پورې به دوام ومومي او ګران محصلین باید په کابل پوهنتون، مرکز او نورو ولایتي روغتیايي مرکزونو کې ځان واکسین کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: