د کابل پوهنتون د کیمیا پوهنځي نوی رییس معرفي شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۷:۱۷
ku

پوهندوی مسعود منصوري د کابل پوهنتون د رییس له لوري د دې پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال او د کیمیا پوهنځي استادانو په شتون کې د روان کال د وري په ۸ نېټه د شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د کیمیا پوهنځي د رییس په توګه د دې پوهنځي استادانو او کارمندانو ته ورپېژندل شو.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د پوهندوی منصوري د پېژندنې پر مهال یې نوموړي ته د بریالیتوب غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د کیمیا پوهنځی د کابل پوهنتون له مهمو پوهنځیو له ډلې څخه شمېرل کیږي، پدې پوهنځي کې ښه کارونه تر سره شوي دي او اړینه ده، چې نور زیات کارونه هم تر سره شي. پوهاند بابري هیله وښوده، چې منصوري د توانایيو په درلودو سره د کیمیا پوهنځي کې زیات مثبت بدلونونه راولي.

وروسته د کیمیا پوهنځي نوي رییس پوهندوی مسعود منصوري د کابل پوهنتون، لوړو زده زده کړو وزارت له رهبري او د دې پوهنځي د استادانو له باور څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د کابل پوهنتون د رهبري د لارښوونو په رڼا او د استادانو سره په همکاري د دې پوهنځي د وضعیت په کمي او کیفي وضعیت د غوره والي لپاره په خپل ټول توان او هڅو سره کار کوي. همدارنګه د کیمیا پوهنځي رییس وویل، چې په سمه توګه د کارونو تر سره کولو لپاره د کابل پوهنتون رهبري او د کیمیا پوهنځي مسوولینو هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري. د غونډې په پای کې د کیمیا پوهنځي استادانو او مسوولینو د دې پوهنځي نوي رییس ته د مبارکي ترڅنګ د هر ډول همکاریو وعده وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۸
Background image

د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه تدریسي درملتون د ۱۴۰ متره مربع ځمکې پر مساحت، په دوو پوړونو کې جوړېږي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: