د پوهنځي د زده کړیالانو ارزونه

په ټولنیزو علومو پوهنځي کې د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو په څېر د تدریس تګلاره په کریډیټ سیستم سره برابره شوې ده، چې هر کریډیټ یې په یو سمستر کې د هرې اونۍ لپاره د یو (۵۰) دقیقه يي ټولګي ښودونکی دی. کریډیټونه په (پوهنتون شموله)، (بنسټیز) او (اصلي) مضمونونو باندې تقسیم شوي دي. پوهنتون شموله کورسونه اړین دي او ټول زده کړیالان باید هغه له ټولو څانګو سره زده کړي، بنسټیز مضمونونه هغه مضمونونه دي، چې د زده کړیالانو لپاره په اړوند برخه کې بنسټیزه نظریه او مفکوره وړاندې کوي. زیاتره بنسټیز او پوهنتون شموله کورسونه د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو په وسیله تدریس کیږي. اصلي مضمونونه ځانګړي مضمونونو دي، چې هر یو دیپارمنت د خپل تخصص په موخه هغه په خپل زده کړیز نصاب کې په پام کې نیولي دي. په عمومي ډول زده کړیالان مکلف دي، تر څو له ۱۷ څخه تر ۲۱ پورې کریډیټ د یو سمستر په بهیر کې پوره کړي. په ټولنیزو علومو پوهنځي کې د لسانس دیپلوم بشپړولو لپاره د کریډیټونو مجموعه له ۱۴۳ څخه تر ۱۵۲ پورې ده.

د محصلینو ارزونه

په ټولنیزو علومو پوهنځي کې د محصلینو د ارزونې په تګلاره کې عملي معیارونو ته په پاملرنې سره لاندې برخې شاملیږي:

له بېلا بېلو طریقو څخه د محصلینو د پوهې، مهارت او ذهنیت ارزونه ترسره کیږي؛ لکه: پرلپسې ارزونه، نهايي او د ارزونې ځایناستې ارزونې دي. په دغه کې رسمي ازموینې (لیکنۍ، ګړنۍ، فردي او ډلییز)، علمي مقالې، څیړنیزې مقالې، د مضمون کورنۍ دنده، پروژه، سیمییز راپورونه، آزموینې، پریزنټیشنونه، او د هغوی بیلګې پکې شاملې دي، چې محصلین له هغو سره وکولای شي خپل درک او صلاحیتونه په تیوري او عملي شکل سره وښيي او د هغوی ځواب په لاس راوړي.

همدارنګه د ټولنیزو علومو پوهنځي د محصلینو په ارزونه کې علمي معیارونو ته پاملرنې سره لاندې برخې هم شاملیږي:

  • د استادانو له لوري له محصلینو څخه د پوښتنې کول، د تېر بحث د یادولو او د محصل لپاره د نمرو په پام کې نیولو په موخه؛
  • د درسي مفرداتو او مضمون په هکله د کورنۍ دندې ترسره کول او د هغې ارزونه د استاد له لوري څخه؛
  • د محصلینو له لوري د هغوی د درسي مفرداتو او مضمون په هکله د سمینار وړاندې کول او د هغه اروزنه د استاد له لوري څخه؛
  • د محصلینو د حاضرۍ او غیر حاضرۍ پر وضعیت باندې څارنه؛
  • د سمستر په منځ کې د ازموینې اخیستل؛
  • د سمستر په اخیر کې د ازموینې اخیستل؛

د نمرو معیار

۱۰ سلنه

د ټولګي او حاضري فعالیت

۱۰-۲۰ سلنه

کورنۍ دنده

۲۰ سلنه

د سمستر په منځ کې ازموینه

۵۰-۶۰ سلنه

اخیري ازموینه

په درسي ټولګیو کې باید د محصلینو شمري په نسبي ډول کوچنی وي (تر ټولو زیات ۳۵ محصلین)، چې د تدریس متقابل طرزالعمل په لوړې درجې سره او فردي پاملرنې سبب ګرځي، خو په دې برخه کې ځینې ننګونې شتون لري، چې په پایله کې یې موږ په درسي ټولګیو کې د زیاتو محصلینو شاهدان یو.

د کابل پوهنتون له مهال وېش سره سم د شپږو رسمي ورځو په لرلو سره (له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې) فعالیت کوي. د هغه په څنګ کې د درېیم او څلورم تحصیلي کال د سمستر په بهیر کې د محصلینو د علمي سفر په هکله هم وخت په پام کې نیول کیږي.

کاري زده کړه

د ټولنیزو علومو په ساحه کې په تېرو وختونو کې د محصلینو لپاره په درېیم او څلورم ټولګي کې داسې زمینه مساعده وه، تر څو څانګې ته په پام سره وزارتونو ته د تجربې زیاتولو او کسب په موخه ور پېژندل کېدل، تر څو له فراغت وروسته په آسانۍ سره خپل هېواد ته د خدمت سبب وګرځي.

په خواشینۍ سره چې د شرایطو او وضعیت له بدلون سره دغه پروسه ګډوډه شوه او نور محصلین له علمي سفر څخه پرته نه شي کولای د تجربې ترلاسه کولو لپاره عملي پروګرامونو لاسته راوړي.

مونوگراف

د لسانس دورې لپاره د لوړو زده کړو وزارت د شرطونو د پوره کولو لپاره، محصلین باید د اخیر سمستر په بهیر کې مونوګراف بشپړ کړي، چې د شپږ کریډیټو لرونکی دی. محصلین د خپلې څېړنې او مونوګراف لپاره یوه بشپړه نوې موضوع د خپل شوق په پام کې نیولو سره ټاکي او د دیپارمنت آمریت او د پوهنځي ریاست له موافقې څخه وروسته په هغې باندې کار کوي. د مونوګراف لیکل د یو محصل د هغې پوهې او مهارت راسپړلو ته زمینه برابروي، چې د خپلې تحصیلي دورې په اوږدو کې یې زده کړي وي. د مونوګراف پروسه په لاندې ډول ده:

الف. محصلین د مونوګراف موضوع د خپل شوق او مسلکي موخو سره سم وړاندیز کوي. استادان هم کولای شي، چې ځینې هغه موضوعګانې وړاندیز کړي، چې د هغوی له څیړنیزو او پروژيي کارونو سره سم وي.

ب. د دیپارتمنت آمریت او پوهنځي ریاست له تائیدي څخه وروسته، محصلین د خپلو مونوګرافونو په څیړنه او لیکلو باندې پیل کوي.

ج. محصلین دې د خپل مونوګراف پراختیا لپاره د لوړو زده کړو وزارت چوکاټ تعقیب کړي.

د. محصلین باید خپل مونوګرافونه د اتم سمستر له ختمولو څخه مخکې خپل لارښود استاد ته وسپاري. له دې سربېره محصلین باید له خپل مونوګراف څخه د دفاع په موخه له (۱۵ – ۲۰) دقیقو پورې یو پریزینټیشن د خپل دیپارتمنت استادانو په شتون کې وړاندې کړي.

هـ.  مونوګرافونه په تدریسي عمومي مدیریت کې راجستر او د هغه کاپي د دیپارتمنت، د پوهنځي کتابتون او د پوهنتون مرکزي کتابتون ته سپاري.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم