د محتوا تولید سمینار ترسره شو
کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د محصلینو لپاره د محتوا تولید تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار ترسره شو.
یاد سمینار کې د مسلکي ټرینر له لوري د محتوا تولید، د ریکارډنګ چاپېریال چمتو کول، ایډېټنګ، ګرافیک ډیزاین، د مصنوعي ځیرکتیا کاروونه، په ټولنیزو رسنیو کې د محتوا مدیریت او نور اړوند موضوعات په تفصیلي او عملي ډول وړاندې شول، همدارنګه د سمینار په لړ کې د هرې موضوع په پای کې د پوښتنو او ځوابونو لړۍ هم ترسره شوه.
