د متقاعد استادانو ستاینغونډه ترسره شوه
د کابل پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو متقاعدو استادانو د ارزښتناکو خدمتونو او کړنو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د متقاعدو استادانو پر علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا واچول شوه او د ځوان نسل روزنې، تدریس او څېړنې په برخه کې د دوی مهم نه ستړې کېدونکې هڅې وستایل شوې.
د غونډې ويناوالو ياد استادان په افغانستان کې زراعت د علم د مسلکي پرمختګ بنسټ اېښودونکي وبلل او د دوی له تجربو څخه د ګټې پر دوام یې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې متقاعدو استادانو خپل نصیحتونه او ارزښتمنې مشورې له استادانو او ګډونوالو سره شریکې کړې.
