د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
56454888

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز د پوهنتون د علمي او څېړنيزو چارو او وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ش،يخ ضياء الرحمن مدني  خپله وینا کې په دنده کې د تقوا، اخلاص او ایماندارۍ سپارښتنه وکړه او د عالي،قدر امي،ر الم،ؤ،من،ین حف،ظه الله تعا،لی د فرا،مي،ن پر تطبيق یې ټينګار وکړ.

نوموړي د ملک په پرمختګ کې د پوهنتون پر رول او همدارنګه د استادانو په لوړ مقام او لوی مسؤوليت رڼا واچوله او استاذانو ته يې په خطاب کې وويل چې ملک د ځوانانو په سالمه روزنه جوړيږي او دا روزنه ستاسو پر غاړه ده. نوموړي همداراز له استادانو وغوښتل چې له محصلانو سره لا زيات د مهربانۍ چلند وکړي، خپلو مسؤولیتونو ته یې متوجه کړي او د لوړو زده کړو په برخه کې خپل نيک نظرونه له وزارت سره شريک کړي.

د دې ترڅنګ د پوهنځيو رئيسانو ته سپارښتنه وشوه چې د استادانو له تدریسي میتود څخه څارنه وکړي، ستونزو ته رسيدګي وکړي او د اړتيا پرمهال یې د پوهنتون د رهبرۍ له لارې له وزارت سره شريکې کړي.

 

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۸
Background image

د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه تدریسي درملتون د ۱۴۰ متره مربع ځمکې پر مساحت، په دوو پوړونو کې جوړېږي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: