د الکترونیکي لېږد را لېږد سيستم روزنیز ورکشاپ دایر شو
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د آمریت په همغږۍ د الکترونیکي لېږد را لېږد یا برېښنايي مراسلاتو سیستم د ښه تطبیق په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو.
په ورکشاپ کې د دې پوهنتون د بېلابېلو اداري څانګو هغو کارمندانو ګډون کړی و، چې په اداري چارو کې یې لازم مهارتونه لرل.
روزونکو د دغه ورکشاپ په ترڅ کې د الکترونیکي لېږد را لېږد سیستم په عملي توګه تشرېح کړ او ټینګار یې وکړ، چې دا سیستم اوسمهال په ازمایښتي حالت کې دی او ډېر ژر به دا سیستم په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
د ورکشاپ په پای کې د پوښتنو او ځوابونو لړۍ هم ترسره شوه او ژمنه وشوه چې د ګډونوالو نظرونه، نیوکې او غوښتنې د سیستم د بډاینې او د نواقصو د لرې کولو په موخه په پام کې ونیول شي.
