اوسني وضعیت

د خوشحالۍ ځای دې چې د شرایطو په تغییر او د موقت حکومت په راتګ او د نړیوالې ټولنې په موجودیت کې د وترنري علومو پوهنځۍ یو ځل بیا لاس په کار شو او د پوهنځۍ د بیرته رغیدو کوښښونه یې پیل کړل، چې په پایله کې یې د وترنري علومو پوهنځی تعمیر د USAID/UASA په مرسته بیا ورغول شو. اوس اوس د وترنري علومو پوهنځۍ تعمیر په ټولو امکاناتو او تجهیزاتو لکه اوبه رسونه، برښنا، انترنیت او نوې تکنالوژۍ سمبال دی. په همدې توګه د پوهنځی ۴ لابراتورونه د جاپان هیواد د JICA لخوا تجهیز او د ګټې اخیستنې لپاره تیار شول.

د پوهنځۍ د نکروپسي لابراتوار د USAID او د امریکا د سرتیرو لخوا تجهیز او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او همدارنګه یادې موسسې د څارویو د پاتې شونو او د مضره موادو کوم چې د ناروغیو د لیږد لامل ګرځي د له منځه وړلو لپاره د سوځولو یوه کره مرسته کړې ده.

د وترنري علومو پوهنځۍ په دې وتوانید چې د عملي کارونو د مخ ته وړلو لپاره یو حیواني کلینیک او څیړنیز څړځای د کابل د دارالامان په ساحه کې جوړ کړي، مګر د دولت په لزوم دید سره د کلینیک او څیړنیز څړځای ساحه د دولت لخوا افغان-امریکایي پوهنتون ته ورکړل شوه. د یادولو وړ ده چې د وترنري علومو پوهنځی، کابل پوهنتون او د لوړو زده کړو رهبري هیت او مشرتابه د یوه هوکړه لیک په ترڅ کې چې د زراعت، اوبو لګونې او مالدارۍ له وزارت سره یې لاسلیک کړ، د اروپایې ټولنې په مالي مرسته د مرکزي تشخیص (چې د کرنې وزرات یوه څانګه ده) په څنګ کې د کلینیکی-جراحي واحد تر نامه لاندې دو ځانګړي تعمیرونه د لویو او وړو څارویو د کلینیک په نامه ورغول شول. دغه کلینیک د کرنې وزارت او کابل پوهنتون تر منځ د یوه هوکړه لیک په ترس کې د ۳۰ کلنو لپاره د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځۍ لپاره ورکړل شو. اوس اوس دغه تعمیر د وترنري علومو پوهنځۍ کادري روغتون دي او محصلان د عملي زده کړې لپاره ورڅخه ګټه اخلي. د یادولو وړ ده چې د وترنري علومو پوهنځۍ د کادري روغتون د ځای ستونزه د اوس لپاره حل ده، اما دغه مرکز لا زیاتو تجهیزاتو، کیمیاوي موادو، دوا، واکسین او نورو لازمو اسانتیاوو ته اړتیا لري، چې هیله کیږي په نږدې وخت کې به دا ستونزه حل شي.

په تیره یوه نیمه لسیزه کې تر ۱۵ زیات ځوان استادان د ماسترۍ او دوکتورا د درجو د لاسته راوړلو لپاره بیلابیلو هیوادونو لکه جاپان، اردن، امریکا، هندوستان او قزاقستان ته تللي دي، چې د هغو له جملې څخه ۱۰ تنه له جاپان څخه د دوکتورا په کچه، ۶ تنه نور د ماسترۍ په کچه له نورو یاد شویو هیوادونو څخه فارغ او بیرته راستانه شوي دي او په پوهنځی کې په علمي اد تدریسي فعالیتونو بوخت دي. په همدې توګه ځینې استادان د لنډ مهالي بورسونو په تر لاسه کولو بیلابیلو هیوادونو ته د کیفیت د لوړولو او د نوي علمي او څیړنیزو معلوماتو د لاس ته راوړلو په موخه سفرونه کړې دي.

د وترنري علومو پوهنځۍ د معلوماتي تکنالوژۍ او کمپیوټر یو فعاله مرکز لري. په دغه مرکز کې د امریکا متحده ایالاتو د کورنیل پوهنتون لخوا د ۲۴ کمپیوټرونو مرسته شوی او نور تجهیزات یې د USAID د پروژې لخوا شوي دي. په دغه مرکز کې محصلان په بیلابیلو وختونو کې د مهال ویش سره سم خپل علمي او څیړنیز فعالیتونه لکه د مونوګراف لیکل، د سیمینارونو او کورنیو دندو برابرول مخته وړي.

د وترنري علومو پوهنځی د استادانو شمیر ۳۶ تنو ته رسیږي چې ۳۰ یې نارینه او پاتې ۶ یې ښځینه دي. له یاد شمیر څخه ۲۶ تنه موجود او ۱۰ تنه نور یې د ماسترۍ او دوکتورا د ترلاسه کولو لپاره له هیواد څخه بهر دي.

نوي محصلان په دې پوهنځۍ کې د کانکور له ازموینې وروسته شاملیږي. زده کړه په دې پوهنځۍ کې په ملي ژبو (دري او پښتو) دی او له لسو تحصیلي سمسترونو وروسته فارغیږي. د نوي محصلانو لپاره په دې پوهنځي کې له پیل څخه مخکې د پوهنځۍ او د پوهنتون د پیژندلو په هکله لازم معلومات ورکول کیږي. د دې پوهنځۍ په لومړي ټولګې کې محصلان پوهنتون شموله مضامین لکه ریاضي، فزیک، کیمیا، زولوژي، انګلیسي ژبه او نور تعقیبوي، چې د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو د استادانو لخوا تدریس کیږي.

د دغې پوهنځۍ اساسي مضامین په دوهم ټولګي کې پیلیږي چې وترنري اناتومي، بیوشیمي، فزیولوژي، هستولوژي، ایکولوژي په کې شامل دي، چې د همدغې پوهنځۍ د استادانو لخوا تدریس کیږي. په دریم ټولګي کې تخصصي مضامین لکه د څارویو تغذیه، ویرولوژي، حیواني حفظ الصحه، د څارویو روزنه او نور تدریسږي. کلینیکي مضامین په څلورم صنف کې پیل او په پنځم صنف کې پای ته رسیږي. په څلورم صنف کې محصلان د اپیدمیولوژی، ساري ناروغی، فارمکولوژي، کلینیکي تشخیص، وترنري داخله ناروغی او نور مضامین لکه څیړنه، د څیړنیز رسالې (مونوګراف) لیکل لولي. پورته مضامین له ځینو نورو مضامینو سره د تحصیل تر پایه لوستل کیږي. د لسم سمستر په پای کې محصلان خپل مونوګرافونه چې څیړنیزه او ساحوي بڼه لري، د ژوری هیت، استادانو، محصلانو او نورو علاقمندانو په حضور کې ارایه او دفاع کوي او د وترنر ډاکتر سند (DVM) چې له لسانس (BSc.) سره معادل دی، تر لاسه کوي.

د یادولو وړ ده چې د دغې پوهنځۍ ځینې فارغان له افغانستان څخه برسیره په ځینو نورو پرمختللو هیوادونو کې د وترنر ډاکتر په صفت دنده ترسره کوي. د دغې پوهنځۍ د فارغانو لپاره د دندې او کار کولو ساحې ډیرې زیاتې دي، د بیلګې په توګه د دغې پوهنځۍ فارغان کولی شي د کرنې، اوبو لګونې او مالداری وزارت، ښاروالۍ، عامې روغتیا وزارت، تجارت وزارت، غیر دولتي وترنري موسسات، د خوړو او کرنې نړیوال سازمان او ځینو خصوصي سکتورونو کې دنده ترسره کړي. همدا رنګه د دغې پوهنځۍ ځینې فارغان په شخصي توګه حیواني کلینیک او درملتونونو جوړوي او له دې لارې خپلو وطنوالو ته خدمت کوي.

 

View of Faculty building

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم