د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه
د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو له استازو او د نظم او ډیسپلین کمیټې له غړو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې محصلينو د پوهنتون له رهبرۍ سره خپل عمومي مشکلات، نظرونه او وړانديزونه مخامخ شريک کړل، چې د هرې موضوع په اړه تفصيلي بحث وشو او د لازمو اجرااتو تصمیم ونیول شو.
په دې ناسته کې د کابل پوهنتون رئيس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز د محصلینو د علمي فعاليتونو ستاینه وکړه او ویې هڅول چې خپلو تحصیلي هڅو ته لا زياته توجه وکړي، د خپلې مطالعې دائره پراخه کړي، له علماوو کرامو سره ناسته پاسته وکړي او د مقررو درسونو ترڅنګ د ظرفيت لوړونې برنامو کې هم پراخه برخه واخلي. همدارنګه يې محصلانو ته ډاډ ورکړ چې د عملي زده کړو په برخه به دوی ته لا زیاته زمینه برابره شي.
دا ناسته د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ امريت له لورې تنظيم شوې وه.
