د چاپېریال ساتنې پوهنځی د پېښو مدیریت دیپارتمنت د ماسټري پروګرام نصاب و ارزول شو

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۲:۱
666

پدغه یو ورځني ورکشاپ کې چې د چاپیریال ساتنې پوهنځي لخوا څخه جوړ شوی و، د دغه پوهنځي د پیښو د مدیریت دیپارتمنت د ماسټرۍ برنامې نصاب و ارزول شو. پدې ورکشاپ کې د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو، د پېښو د مدیریت اړوند مؤسسو او بنسټونو استازو هم شتون درلود.

ددغه ورکشاپ موخه د چاپېریال ساتنې پوهنځي د ماسټرۍ برنامې د نصاب لاغني کول او د اړونده  ادارو نظرونه پکې ځای پرځای کول وو.

د ورکشاپ په پیل کې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي د پېښو د مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ برنامې د رامنځ ته کولو په اړتیا لکه بیولوژیکي، جیو فزیکي، هایدرومیترولوژي، د اقلیم د بدلون او د غیر طبیعي پېښو لکه د چاپېریال ساتنې او تخنیکي پېښې چې زموږ ټولنه له څو لسيزو راهيسې ورسره مخ او ورڅخه اغېزمنه ده خبرې وکړې او پدې برخه کې یې د پېښو د مدیریت دیپارتمنت کې د ماسټرۍ برنامه ګټوره وبلله.

هغه همدارنګه د یاد ورکشاپ له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د یادې برنامې د نصاب د مرور او ارزیابۍ په وخت کې د پېښو د مخنیوي، د پېښو د کموالي، پېښو ته د رسیده ګۍ او د پېښو وروسته د بیا رغونې ټکي د د یاد نصاب په بشپړولو کې په نظر کې ونیسي.

وروسته د چاپېریال ساتنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد داود شیرزاد د دغه ورکشاپ موخې د ورکشاپ له ګډونوالو سره شریکې او هغوی ته یې تشریح کړې او له دوی یې وغوښتل چې خپل نظرونه او لیدلوري د پېښو د مدیریت د کریکولم په اړه راسره شریک کړي.

پدغه ورکشاپ کې ښاغلي پوهنیار مجیب الرحمن احمدزي هغه پریزینټشن چې د پېښو مدیریت دیپارتمنت  د ماسټرۍ برنامې د کریکولم په اړه یې تهیه او ترتیب کړی وو له حاضرینو سره شریک کړ او د هغوی د توجه وړ وګرځېد.

وروسته د یاد ورکشاپ ګډونوال په پنځه نفري ګروپونو باندې وویشل شول او د کریکولم په اړه یې خپل نظریات، وړاندیزونه او لیدلوري مطرح کړل.

یاد ورکشاپ د چاپېریال ساتنې پوهنځي د رئیس ښاغلي پوهندوی محمد داود شیرزاد لخوا د جمع بندۍ وروسته پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: