مرکزي لیلیې خدمتونه او امکانات

د کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتونونو په شرایطو برابر محصلینو لپاره د کابل پوهنتون د هلکانو مرکزي لیلیې خدمتونه او امکانات

 

د کابل پوهنتون د هلکانو مرکزي لیلیه په ۴ بلاکونو او ۱۶ منزلونو کې ډیزاین شوې او د ۱۹۲ کوټو درلودونکې ده او ۱۵۳۶ محصلینو د اوسېدو ظرفیت لري.

هغه محصلین، چې د پوهنځیو او د اړوندو پوهنتونونو د محصلینو چارو محترم معاونیت له لوري دې بنسټ ته معرفي کیږي له لاندې اسانتیاوو څخه ګټه پورته کوي:

  1. د اباتې خدمتونه:

د محصلینو لپاره د اړتیا وړ البسه لکه دوشک، بالښت، کمپل، روجايي او موکیت فرش د کاري پروسیجر په پام کې نیولو سره د هلکانو لیلیې د اجناسو د مدیر له لوري په رسمي ډول ورکول کیږي او د سمسټر د پایته رسېدو وروسته یاده البسه له محصل څخه اخیستل کیږي او د نوي سمستر له پیل سره سم بېرته محصل ته ورکول کيږي.

  1. د اعاشيې خدمتونه:

د لیلیې مستحق محصلین د ولسمشري عالي مقام د منظور شوې ټابلو ته په کتو د هلکانو د مرکزي لیلیې د ارزاقو مدیر له لوري درې وخته غذا، چې د هغې جوړښت کې د غوايي غوښه، ورېجې، د چرګې هګۍ، فصلي مېوه،  فصلي سابه، مایع شیدې، د سیلو روټ، وچه ډوډۍ او بوره شاملي دي، غذايي مهال ویش ته په کتو په منظمه توګه ورڅخه ګټه پورته کوي، چې له قراردادي څخه د موادو تر پېر نیولې تر پخېدو او محصلینو ته تر ویشلو پورې د معاینې هئیت، د لیلیې ادارې، د پوهنځیو رییسانو، د پوهنتون محترم مقامات، د لوړو زده کړو وزارت مقامات، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د تدارکاتو مسوولینو او په لیلیه کې د شاملو محصلینو له لوري په دوامداره توګه څارل کیږي.

  1. اوبه، برېښنا، مرکز ګرمي او نظافت:

د هلکانو لیلیه د برېښنا د منظم او مکمل سیسټم لرونکې ده او د اوبو رسولو سیسټم یې هم په نړۍوالو معیارونو جوړ دی. دا خدمتونه د تخنیکي موظف ټیم له لوري په معیاري ډول مدیریت کیږي او د ګرانو محصلینو په خدمتو کې قرار لري.

د هلکانو مرکزي لیلیې مرکز ګرمي په عصري ډول او د معیارونو مطابق جوړه شوې ده، د هیواد قانون ته په کتو په ژمي کې محصلینو په خدمت کې ده او تحصیلي سمسټر تر پایته رسېدو ورڅخه ګټه پورته کوي.

د دې بنسټ پاکوالی د کابل پوهنتون د نورو برخو په پرتله اساسي فکټور دی او په جدي ټوګه ورڅخه ساتنه کیږي، نور منزلونه، دهلیزونه، تالارونه، د مطالعې برخې، جومات، پخلنځای، خوړنځای او د هلکانو د مرکزي لیلیې اطراف په دوامداره توګه د هلکانو د لیلیې د خدماتي کارکوونکو له لوري پاکیږي.

  1. د ثبت او راجسټر خدمتونه او بایومټریک سیسټم:

نور محصلین د پوهنځیو له لوري د اړوندو پوهنتونونو د محصلینو چارو محترم معاونیت له لوري دې بنسټ ته ورپېژندل کیږي، په رسمي ډول ثبت او راجسټر او هم بایومټریک کیږي، چې د محصلینو بایومټریک سیسټم د ژرپېژندنې، لیلیې او طعام خانې ته د محصلینو داخلېدلو په برخه کې ډېر زیات ګټور شمېرل کیږي.

  1. د کمپیوټر لب او انټرنټ خدمتونه:

د کابل پوهنتون د هلکانو لیلیه د یو مکمل- مجهز او په عصري سیسټم سمبال کمپیوټر لب لرونکی، چې ۱۵۰۰ محصلینو لپاره په ۸ کاري ساعتونو کې بسنه کوي او په ورځني ډول هر محصل کولای شي له دې خدمتونو څخه یو ساعت ګټه پورته کړي.

  1. د سپورټ برنامې:

د کابل پوهنتون د هلکانو مرکزي لیلیه په کلني ډول په مختلفو برخو کې د هلکانو د لوبو سیالۍ جوړوي او د کابل پوهنتون په پسرلني او مني سمسټر په ټورنمنټونو کې د لیلیې ټیمونه هم د دې بنسټ په استازیتوب ګډون کوي او په سالمو سپورټي سیالیو کې برخه اخلي.

  1. د علمي او فرهنګي برنامو جوړول:

د کابل پوهنتون مرکزي لیلیه، په لیلیه کې له مېشتو محصلینو سره په همغږۍ علمي، کلتوري، مشاعرې او فرهنګي برنامې جوړوي او په میاشتني ډول په ورته برنامو کې فعاله رول لري او د یووالي او خواخوږي په موخه په دې بنسټ کې یې تل هڅه کړې تر څو له دې بنسټ څخه په ټول هیواد کې د یووالي، یو بل منلو، د ورورولي او برابري روحیه دود کړي.

د یادونې وړ ده، چې په مرکزي لیلیه کې پورته ذکر شوي خدمتونه د مېشتو محصلینو لپاره د ۹۶ کسانو له لوري تر سره شوي او په مستقیم ډول د هلکانو مرکزي لیلیې مدیریت، اداري معاونیت، د محصلینو چارو مرستیال، د کابل پوهنتون ریاست مقام او د لوړو زده کړو وزارت له لوري مدیریت کیږي.

د کابل پوهنتون د نجونو لیلیې ودانۍ:

  • په ۱۳۸۳ کال کې په اساسي ډول د لیلیې ودانۍ د USAID له لوري ورغول شوه او د څلورو پوهنتونونو د محصلینو د کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، کابل پولیتخنیک پوهنتون او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو د اوسېدو لپاره پرانیستل شوه او په اوس وخت کې ۱۱۹۷ محصلینو د اوسېدو ځای لري.
  • د کابل پوهنتون د نجونو لیلیه ۴ وینګه لري او هر وینګ یې ۴ دهلیزونه او هر دهلیز یې ۱۲ شپږکسیزه اطاقونه، پخلنځای او د تشناب لرونکی دی، چې د محصلینو د زیاتوالي له امله په هره کوټه کې له ۸ تر ۱۰ محصلین ژوند کوي او فعلآ پدې لیلیه کې د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۲۲۵ تنه محصلینو ژوند کوي.
  • د نجونو لیلیه د نوي ۱۳۹۹ تحصیلي کال محصلینو له ډلې څخه ۲۳۹ تنه محصلینو ته د اوسېدو ځای ورکولای شي.
  • د کابل پوهنتون د نجونو لیلیه د پخلنځي، ډوډۍ خوړلو، له پرسونل او محصلینو سره د جلسو اطاق، د سپورټ تالار، کمپیوټر لب، روغتیايي مرکز لرلو ترڅنګ د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه د ښځینه محصلینو لپاره زده کړه ييزې اسانتیاوې لکه کتابتون، د کمپیوټر او انګلیسي درسونو ټولګي جوړیږي.                       

کتابتون

  • د نجونو لیلیه د محصلینو پرمخ د سهار له ۹:۰۰ بجو د مازیګر تر ۴:۰۰ بجو پرانیستي وي؛
  • د محصلینو تر راجسټر کولو وروسته د اړتیا وړ کتاب څخه ګټه پورته کوي او تر ګټې اخیستنې وروسته یې بېرته مسوول کس ته تسلیموي.

د البسې ویشل

  • په روان کال کې د محصلینو لپاره البسه لکه بالښت، بړستن، کمپله، دوشک، روجايي، د بړستنې پوښ او نور ویشل شوي دي؛
  • یاده البسه د محصلینو له لوري ساتل او د معلمینو له لوري چک کیږي؛
  • د یو شمېر محصلینو لپاره د الماریو ویشل؛
  • د نجونو لیلیې جنسي مدیریت د عمومي رخصتیو پر مهال د نوکریوال معلمینو له لوري السبې راټولیږي تر څو د نوي سمسټر له پیل وروسته بیاځلي پر محصلینو ویشل کیږي.

د اعاشیې خدمتونه:

  • د ولسمشرۍ مانۍ د عالي مقام د منظور شوې تابلو پربنسټ د دهلیزونو د معلمینو د راپور له مخې هره ورځ د ارزاقو د مدیر له لوري ترتیب او حواله کیږي او د معلمینو پر وړاندې د لیلیې په عمومي پخلنځي کې د لیلیې د اشپزانو له لوري د محصلینو لپاره درې وخته پخه او ویشل کیږي.
  • د پخلنځي، اشپز او د خوړو پخولو پاکوالي څخه کنټرول او تر ویشلو مخکې د عمومي مدیر، د ارزاقو مدیر او نوکریوالو معلمینو له لوري سمپل اخیستل؛
  • د لیلیې له ټولو سیمو په ځانګړي توګه له پخلنځي څخه د مرکز څلورو پوهنتونونو استادانو لیدنه؛
  • د سابو او نورو خوړو په سپینولو کې د محصلینو مرسته؛
  • د محصلینو خواړه د سهار له لوري په ۶:۳۰ پیل او ۸:۰۰، د غرمې په ۱۱:۳۰ پیل تر ۲:۰۰ او د شپې په۶:۳۰ پيل تر ۸ بجو ویشل کیږي.

د کابل پوهنتون لیلیې د محصلینو لپاره مناسب ځای دی

  • د لیلیې مدیریت سربېره پردې، چې د پرسونل له کمښت سره مخ ده، هره ورځ ۱۶ دهلیزونه د خدماتي کارکوونکو له لوري پاکیږي او همدارنګه یو شمېر محصلین د رخصتیو په ورځو کې اړوند دهلیزونه د یو بل په مرسته پاک او وینځي؛
  • هره ورځ د لیلیې څلور لوري د بڼوالو له لوري پاکیږي؛
  • هره ورځ د لیلیې په ټولو دهلیزونو کې عفوني ضد موادو کارونه؛
  • په اونۍ کې دوه ځلي ټول اطاقونه او مرکزونه د هغې له ډلې د انټرنټ خونه، د کمپیوټر خونه، جومات، روغتیايي مرکز، د تفریح اطاق، جیم او خیاطي خونه د خدماتي کارکوونکو له لوري پاکیږي.

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم