د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې له لوري د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د قران کریم ختم وشو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۴۹
ku

د قران کریم د ختم مراسم د روان کال د غوايي په ۱۹ نېټه د یکشنبې په ورځ، چې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ نېټې سره برابره وه د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې له لوري د کابل پوهنتون د رییس او د محصلینو چارو مرستیال، د کابل پوهنتون یو شمېر کارمندانو او محصلینو په ګډون د نشراتو امریت په تالار کې جوړ شو.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري تر ختم  وروسته پدې مراسمو کې خبرې وکړې او په پیل کې یې د کابل په لویدیځ کې د سیدالشهدا ښوونځي د غوايي ۱۸ نېټې پېښې د شهیدانو روح ته دعا وکړه او د محصلینو اتحادیې څخه یې د دې مراسمو د جوړېدو له امله مننه وکړه.  پوهاند بابري وویل: د انسان په ژوند کې زیات فرصتونه شتون لري، چې یو د هغې ډلې څخه د روژې مبارکه میاشت ده. دا میاشت د انساني کرامت په برخه کې یو وړ فرصت او د انسان په بدن کې پټ بحشش دی همدارنګه په ځمکه د الله ج خلیفه دی، چې باید له هغه څخه ګټه پورته شي. په دې توګه روژه د ځان پېژندنې او د انسانانو جوړونه او خپله د مسلمان فرد لپاره مناسب فرصت دی تر څو وکولای شو، چې څوک یو، څشی یو او د څه لپاره پیدا شوي یو؟ او د دې لپاره ښه فرصت دی، چې ځان جوړ کړو او زمونږ د بدن مثبت او منفي مسایل کوم دي او د کومو صفاتو او نیکو اعمالو مطابق ځان جوړ کړو او دا اړینو مسایلو د خوړلو او څښلو څخه مخنیوی دی.

پوهاند بابري د خپلو خبرو په پای کې محصلینو ته په خطاب کې وویل: هیله ده، چې ګران محصلین د برنامو او د خواخوږي زیاتو غونډو د جوړېدو، د ځان، رول او چاپېریال پېژندنې، مسلمانیت، افغانیت او انسانیت تر څنګ خپل رول او برخه یې د هیواد د چارو د ښه والي او د یوه ارامه او له تبعیض، نابرابري ... څخه پاکې ټولنې په جوړېدو او د ورورولي روحیې دودولو ته دوام ورکړي او هیواد یو پرمختللي او عالي لوري ته سوق کړي.

د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین او د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې رییس محمد مصطفی ارین هم پدې مراسمو کې خبرې وکړې او هر یو د روژې مبارکې میاشتې په فضایلو، اهمیت او د دې برنامې د جوړېدو په معنوي موخو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: