د کابل پوهنتون حقوقي ستاژ زده کړو ۱۳ دوره پرانیستل شوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۵:۴۲
32154

د کابل پوهنتون حقوقي زده کړو ښوونیز ملي مرکز ستاژ  ۱۳ دورې پرانیستې غونډه د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او ستاژرانو په شتون کې د روان کال کې د غبرګولي میاشتې په ۲۳ نېټه د سه شنبې په ورځ دایره شوه.

په دې غونډه کې د حقوقي زده کړو ښوونیز ملي مرکز استاد او سرپرست ښاغلي نذیر احمد نثار راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد مرکز په کړنو او موخو خبرې وکړې.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د دیني او شرعي نصوصو له نظره په قضایي او عدلي نظام کې د عملي کارونو پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړې او نوموړی مرکز یې د هېواد په کچه بې نمونې یاد کړ او له نړۍ او نورو اړوندو نظامونو سره یې په پراخو اړیکو ټینګار وکړ.

د عبدالله بن مسعود (رض) تخصصاتو جامعې رئیس ښاغلي شیخ عبدالمالک نیازي چې په یاد محفل کې ګډون درلود؛ پر تخصص او عملي کار د شریعت ټینګار په اړتیا خبرې وکړې او یادونه یې وکړه؛ د عبدالله بن مسعود جامعه هیله لري؛ چې د خپلو طالب العلمانو د عملي زده کړې لپاره د کابل پوهنتون حقوقي زده کړو ښوونیز ملي مرکز څخه استفاده کړې او دوه اړخیزې مرستې هوکړه لیک هم لاسلیک کړی دی.

په دې غونډه کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل احسان الله فیصل او د شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ عبدالمعید ابوالجراد هم خبرې وکړې او حقوقو او شرعیاتو پوهنځي محصلینو ته به د عملي کارونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: