د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه
د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې وشي؛ د هرې موضوع له پای ته رسېدو وروسته له محصلینو سره د پوښتنې او ځواب لړۍ هم ترسره کېږي. په یادو درسونو کې د پوهنځيو محصلين په نوبتي شکل د يو ځانګړي مهالويش سره سم ګډون کوي.
په افتتاحيه غونډه کې ویناوالو محصلين خپلو ديني مسؤوليتونو ته وهڅول او ويې ويل، محصلين بايد د مسلکي زده کړو ترڅنګ په ديني برخه کې هم کافي معلومات ولري، د علماء کرامو په مجالسو کې ګډون وکړي، دینې مسائل د انټرنټ او نورو غير معتبرو سرچينو پرځای مخامخ له معتبرو علماء کرامو او استادانو زده کړي او د اړتيا پر وخت په جراءت سره پوښتنه وکړي ترڅو ورته قناعت حاصل شي.
