نويو برياليو محصلینو ته ښه راغلاست او مبارکي

د کابل پوهنتون مشرتابه، استادان او کارکوونکي د ۱۴۰۴ شمسي کال د عمومي کانکور ازموینې له لارې دې ستر علمي بنسټ ته د بریاليو شویو محصلینو تود هرکلی کوي او دوی، د دوی درنو کورنیو، استادانو او هېوادوالو ته یې مبارکي وایي.
کابل پوهنتون، چې د افغانستان یو مخکښ او ارزښتناک اکاډميک مرکز بلل کېږي، ژمن دی چې د هېواد ځوان نسل د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو سره سم د عصر د اړتیاوو په پام کې نيولو سره وروزي، او هغوی د علم، پوهې، اخلاقو او تخصص پر مټ د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره چمتو کړي.
د پوهنتون اداره ټولو قدرمنو نویو محصلینو او د هغوی درنو کورنیو ته ډاډ ورکوي چې د تدریس، علمي منابعو، څېړنو، ظرفیت لوړونې، استوګنې او نورو اړینو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې دي، او دا امکانات به د لوړو زده کړو وزارت د پراخېدونکو پلانونو سره سم لا نور هم وغځېږي.
سږکال، د کانکور ازموینې د پایلو له مخې، کابل پوهنتون ته د ليسانس په کچه ۴۸۳۰ تنه محصلین د سهارنيو او ۱۴۹۰ تنه د ماښامنیو پروګرامونو لپاره بریالي شوي دي. د دوی د نوملیکنې بهیر به د ځانګړي مهالوېش له مخې ژر اعلان او عملي شي.
همداراز، په نږدې اونیو کې د فوق ليسانس د ۴۳ پروګرامونو لپاره آزموینه اخیستل کېږي، چې له مخې به يې ۸۲۴ تنه محصلین د ماسترۍ او ۷۰ تنه د دوکتورا په پروګرامونو کې جذب شي.
کابل پوهنتون ټولو نویو محصلینو ته یو ځل بیا مبارکي وایي او د علم، پوهې او خدمت په لاره کې ورته له الله جل جلاله څخه د بریا غوښتنه کوي.