لیدلوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د ژبې او ژبپوهنې، همدارنګه د پښتو ژبې د ادبیاتو په اړه څېړنې او مسلکي تخلیق، چې دا هر څه په ټوله کې د افغانستان د دې رسمي او ملي ژبې په پېژندنه کې د ملي هویت په توګه او تر څنګ یې له نورو ژبو سره د سیالۍ په برخه کې مرسته کوي. پښتو ژبه د افغانستان د ملي او رسمي ژبې په توګه یوازې د یوه قوم ژبه نه دی، بلکې نور قومونه هم غواړي چې د افغانستان رسمي او ملي ژبه زده کړي.

ماموریت:

د پښتو ژبې او ادبیاتو د مسلکي کادرونو د روزنې په موخه د علمي او مسلکي ظرفیتونو د کچې لوړول، د استادانو او محصلانو لپاره د زده کړو د سالمې فضا رامنځته کول، په نویو معیارونو د تدریسي وسایل برابرول، د معیاري درسي نصاب جوړول او تطبیق، د کمي او کیفي پرمختګ په موخه له نړیوالو فرهنګي سټندردونو سره د محصلانو اشنایي، د دکتورا تر کچې د محصلان د سویې لوړول او په ټوله کې د لوړو زده کړو وزارت له اصولو سره سم د هغو هڅو ترسره کول، چې له مخې به یې پښتو ډيپارټمنټ د ژبپوهنې او ادبیاتو په برخه کې په یوه باوري علمي مرکز بدله شي.

موخې:

په عموم کې د پښتو ژبې او ادبیاتو له لوري د دکتورا پروګرام پیل د څېړونکيو او فرهنګپالانو لپاره روزنې زمینه برابرولو په موخه و. ترڅو څېړونکي او فرهنګپالان د څېړنې په برخه کې زیاتې وړتیاوې ترلاسه کړي او د پښتو ژبې او ادبیاتو د ودې او پرمختګ په برخه کې ګټور ګامونه واخلي.

اساسي موخې:

  • د پښتو ژبې او ادبیاتو د کادرونو علمي او مسلکي روزنه؛
  • د پښتو ژبې او ادبیاتو د متخصصانو د اړتیا پوره کول؛
  • په علمي، زده‌کړه‌ییزو او څېړنیزو مرکزونو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د کادرونو د علمي سویې لوړول؛
  • تر لیسانس پورته زده کړو په کچه د هغو کسانو لپاره زمینه برابرول چې غواړي په مسلکي توګه پښتو ژبه زده کړي؛
  • د هېواد د ملي او رسمي ژبې په توګه له علمي او مسلکي اړخه د پښتو ژبې غني کول؛

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.