لیدلوری، مأموریت او موخې

کابل پوهنتون؛ د یوه پېژندل شوي، لوی او معتبر علمي بنسټ په توګه د مسلکي کادرونو د رزونې په لړ کې د خپلو پرله پسې زیارونو له کبله ځانګړی ټولنیز ځای ځایګی لري، په خپل ټول واک او ځواک سره په بېلابېلو برخو کې په ملي او اسلامي روحیه سمبالو بشري سرچینو د روزنې، د علم او پوهې د تولید او ترویج په برخه کې هڅه کوي.

لیدلوری:

په ملي او نړیواله کچه د متخصصو، متعهدو او متدينو کادرونو د تربیې، علمي څېړنو او د علم د تولید او تحصیلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د یوه معتبر او پېژندل شوي بنسټ په توګه د خپل ځای ځایګی تثبیت.

 

مأموریت:

د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د پراختیايي بهیر ګړندي کولو په موخه په اسلامي او ملي روحیه د سمبالو، ژمنو او متحصصو کادرونو روزنه.

 

 موخې:

  1. د هېواد د ټولنیزې او اقتصادي ودې په لړ کې د علمي څېړنیزو هڅو په پامنیوي، د بشري پانګې د پیاوړتیا په موخه؛ د لوړو زده کړو وده او لوړتیا.
  2. د کاري مارکیټ د اړتیاو په پامنیوي په بېلابېلو رشتو کې د لیسانس، ماسټر او ډاکټر په کچه په تیورۍ او عملي مهارتونو د سمبالو علمي کادرونو روزنه او پالنه
  3. د کتابتونو، ټولګیو، ټولنیزو او سپورتی کلبونو، تدریسي ځایونو، څېړنیزو لابراتوارونو، تمثیلي محکمو، تیاټر او تطبیقاتي راډیو او ټلوېزیون توسعه
  4. د کادرونو د علمي- څېړنېزې سویې د لوړونې په موخه د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو طرح .
  5. له ټولنیزې اړتیا سره د معاصر، اغېزناک او فعال درسي میتود سره سم د درسي پروګرامونو پراختیا او نوی والی.
  6. د تدریس او تیزیسونو د فاع پر مهال د اکاډمیک نظم او ډسپلین رامنځته کول.
  7. د علمي- تخصصي کادرونو او محصلینو لپاره د خدمتونو او کاري حالت د ښه والي په موخه د چارو تنظیم.
  8. د علمي غونډو ( کانفرنسونو، سمینارونو، سمپوزییمونو او ورکشاپونو) دائرول.
  9.  معیاري لوړو زده کړو ته د پوره لاسرسي لارسازي.
  10. د معیاري او غوره خدماتو د وړاندې کونې لپاره د مجهزو او پرمختللیو بېخبناو رامنځته کونه.

گالری رسانه

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

During the construction of Kabul University, the development of the communication road between the Ministry of Higher Education and Kabul University has started today.

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain