"شيدې له تولیده تر مصرفه" کنفرانس دائر شو
د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي له لوري د شیدو له تولیده تر مصرفه، کیفیت لوړول، خوندیتوب او ټکنالوژۍ اړوند علمي کنفرانس دائر شو.
په دې کنفرانس کې د شېدو پر غذايي اهمیت، د تولید پر څرنګوالي يې، د لبنیاتي محصولاتو د زیاتوالي پر لارو چارو، خوندیتوب او په شېدو کې د تقلب د تشخیص پر لارو چارو بحثونه وشول.
په دې کنفراس کې د کابل پوهنتون رهبري، استادانو، د کرنې او عامې روغتیا وزارتونو استازو او د لبنياتي محصولاتو اړوند خصوصي سکتور کارکوونکو ګډون درلود.
