د علمي څېړنیزو پروژو د لنډیزونو ټولګه چاپ شوه
دا کتاب د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د استادانو او محصلینو د شاوخوا سلو علمي څېړنو د لنډیزونو ټولګه ده، چې د ياد پوهنځي په زيار سره چاپ او له اړوند علمي نهادونو سره شريکه شوه.
پاته دې نه وي چې هر کال د یاد پوهنځي د استادانو او محصلینو له لوري په زياته اندازه علمي څېړنې ترسره کېږي، چې یو شمېر یې په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې هم خپرېږي.
