په سلګونو محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول
په کابل پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې له څلور میاشتنيو لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ شمېر محصلین فارغ شول. دا کورسونه د عربي ژبې، انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ویناوالۍ، ریموټ سنسنګ، ګرافیک ډیزاین، علمي تحقیق او د کار زده کړې په برخو کې برابر شوي وو.
ویناوالو د یاد درسونو پر اهمیت خبرې وکړې او د مسلکي درسونو ترڅنګ یې دا هم اړین وبلل او همدارنګه محصلینو ته سپارښتنه وشوه چې د خپل درسي بهیر ترڅنګ دې ته ورته نور پروګرامونه هم تعقیب کړي، څو د هېواد د خدمت وړ اشخاص وګرځي.
