د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.
په غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز محصلینو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ تر څنګ وویل: نن ورځ تاسو ته یو ستر فرصت او نعمت درکړل شو، لدې فرصت ښه ګټه پورته کړئ، ځکه تاسې تر مخ یو ستر هدف لرئ. همدا شان یې له نویو محصلینو وغوښتل چې خپل ژوند د اسلامي شريعت له لارښوونو سره سم جوړ کړي، د عالي.قدر امير.المؤم.نين -حف.ظه الله تعالی- د فرامينو، حکمونو او لارښوونو او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د ټولو مقرراتو تطبيق ته پوره توجه وکړي.
د غونډې مشر مېلمه د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي ش.یخ.مو.لوي ند.اء.محم.د.ندی.م نوې محصلین وهڅول چې له شته فرصتونو اعظمي استفاده وکړي، له مسلکي زده کړو سره په خپل دين هم ځان پوه کړي. نوموړي د تحصیل پر موخه، ارزښت او د محصلينو او مسؤولینو پر مسؤلیتونو مفصله وینا وکړه، همدا راز یې د زده کړو په بهیر کې د هر ډول لازمو مرستو ژمنه هم وکړه.
کابل پوهنتون ته سږ کال د عمومي کانکور له لارې شاوخوا څلور زره محصلين بريالي او معرفي شوي دي.