په کابل پوهنتون کې د زمري ٢٤مې د وياړلې فتحې په مناسبت، يوه علمي - ثقافتي غونډه جوړه شوه

په دې غونډه کې د دې پوهنتون محصلينو د علم او هنر په ژبه د اشغالګرو پر وړاندې د مبارک جهاد بریا ونمانځله.
د ا.ا.ا د لوړو زدکړو وزير د دې پرتمينې غونډې ځانګړی مشر ميلمه و چې د محصلينو سره يې خپلې توصيې او د جهاد خاطرې شريکې کړې.
په غونډه کې د کابل پوهنتون رهبرۍ، ګڼو علماء کرامو، د پوهنتونونو استادانو او محصلينو ګډون درلود.