د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي او "د افغانستان د خبریالانو ملي کور" اتحادیې ترمنځ د علمي همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ژورنالېزم پوهنځي استادان د یادې اتحادې په ورکشاپونو کې خبریالانو سره خپلې تجربې وړاندې کوي او د ژورنالېزم پوهنځي له علمي ظرفیت او امکاناتو څخه به یاده اتحادیه د خپلو مسلکي غړو د ظرفیت لوړونې په برخه کې استفاده کوي. د خبریالانو اتحادیه به د ژورنالېزم پوهنځي محصلین د ظرفیت لوړونې او عملي کارونو د زده کړې په موخه بېلابېلو رسنیو ته معرفي کوي او د ژورنالېزم مسلک په اډانه کې به دواړه لوري ګډ ورکشاپونه هم پر لاره اچوي.
یاده دې وي چې د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي تر دې وړاندې هم له بېلابېلو رسنیو سره د محصلینو ظرفیت لوړونې او عملي کارونو د زده کړې په موخه هوکړې کړي، چې د تطبیق په حال کې دي.