له پنجشېر لوړو زده کړو مٶسسې سره د کابل پوهنتون د همکاریو هوکړه ليک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون او پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې تر منځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې به د دوه اړخيزې هوکړې په همکاري او دوام سره کابل پوهنتون له يادې تحصيلي مٶسسې سره په علمي او اکاډمیکو برخو کې همکاري کوي.
په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې دواړه لوریو د اکاډميکو همکاريو ژمنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا تړون به په علمي او اکاډمیکه برخه کې مؤثر تمام شي.
یاد هوکړه ليک نن دوشنبه په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د کابل پو هنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د پوهنتون مرستیالانو او د پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې رهبرۍ حضور درلود.