د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

د تدریس مېتودونه:

د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی کې د پوهې لېږد او د نویو لاسته راوړنو په موخه په تدریس کې د بېلابېلو لارو څخه ګټه پورته کېږي. د پوهنځي استادانو په وسيله د بېلابېلو مضمونونو تدریس په نظري او عملي بڼو د کوچينو برخو (مفرداتو) اړوند، چې په نصاب کې ليکل شوې دي، ترسره کېږي. د اغېزمن تدریس په موخه استادان اړوند موضوګانې د سلایډونو د ښوودنې څخه چې مخکې ترتیب شوې په خپلو مضمونونو کې کاروي. د محصلينو د علمي کچې د لوړتیا په پار محصلين د لکچرنوټونو، معیاري درسي کتابونو، انټرنټ، کتابـخونې او ډیجیټلي سرچينو څخه برخمن کېږي. په همدې ډول د زده کړو د ستونزو لېرې کولو او د نویو لاسته راوړنو لېږد په موخه په پوهنځي کې وخت په وخت د سلا - ورکړې درسونه او کنفرانسونه دایریږي.

د محصلينو د ارزونې مېتودونه:

د زده کړیالانو ارزونه د ټولګي دننه، د سمستر منځنۍ او وروستۍ ازموینو له لارې ترسره کېږي، همدارنګه زده کړیالان د يوګړي او څوګړي پروژو پواسطه هم ارزیابی کیدای شي، د زیاتره مضمونونو د پروژو او سیمنارونو ارزونه یو له بل سره توپير لري، چې پروژه د هر محصل په واسطه د استادانو او زده کړیالانو په موجودیت کې وړاندې کېږي، البته د زده کړیالانو ارزیابی د مربوطه مضمون د محتوا، د ازموینو لایحو او د لوړو زده کړو وزارت مقرراتو سره سم صورت نیسي.

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain