د کابل پوهنتون داخل اته کیلو متره سړک د قیر کولو او رغولو پروژې پرانیسته

د روان کال لیندۍ میاشتې په ۲۲نېټه د چهارشنبې په ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوي نداء محمد ندیم او د کابل پوهنتون رهبرۍ لخوا د کابل پوهنتون په داخل کې د( ۸) کیلو متره څخه زیات سړک قیر کولو او رغولو پرانیسته وشوه.
شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په کابل پوهنتون کې د ودانیزو پروژو له پلې کیدو او هغه پروژو څخه چې په پام کې دي پلې شي، خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د کابل پوهنتون د رهبرۍ هڅې وستایلې.
د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبیدالله عبیده وایي، چې نوموړي سړکونه د پوهنتون له پراختیایي بودجې څخه چې (۳۳) میلیونه افغانۍ لګښت لري، جوړیږي او په پام کې ده، په نیژدې راتونکي کې د چارو له بشپړېډو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړکونو د قیر کولو شرکت مسؤلین ډاډ ورکوي، چې نوموړي سړکونه په معیاري توګه د کابل پوهنتون انجینري پوهنځي استادانو تر څارنې لاندې د ماسټر پلان سره سم قیر او ورغول شي.
له دې علاوه د پوهنتون مالي او اداري مرستیال په پوهنتون کې له نورو پروژو لکه: د نارینه محصلینو لیلیې رنګول، د کرکټ معیاري لوبغالي جوړول، په منظمه توګه د اوبو رسولو شبکې جوړولو خبرورکوي، چې چارې به یې له پلان سره سم په روان کال کې بشپړې شي.
د یادونې وړ د، چې د کابل پوهنتون د اوبو رسولو شبکې سیسټم له څلورو لسیزو وورسته په معیاري ډول جوړیږي.