د محاسبې ډيپارټمنټ
د محاسبې ډيپارټمنټ د اقتصاد پوهنځي یو له مهمو علمي او تخصصي څانګو څخه دی چې د کورنیو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د دې پوهنځي د نورو ډيپارټمنټونو تر څنګ، د علمي کچې د لوړولو او د تحصیلي او تخصصي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لوبوي. دغه ډيپارټمنټ له بیا فعالیدو وروسته هڅه کړې چې مسلکي او وړ علمي کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي. د محاسبې ډيپارټمنټ په ۱۳۹۵ کال کې د ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د لوړو زده کړو محترم وزارت، د ماليې محترم وزارت او د کابل پوهنتون ترمنځ د هوکړې له مخې د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې بیا فعاله شو. په دې وروستیو کې د علمي ظرفیت لوړولو، مسلکيکېدو، او د نړیوالو معیارونو سره د همغږۍ په موخه، دې ډيپارټمنټ د لوړو زده کړو محترم وزارت، کابل پوهنتون، د مالیې محترم وزارت د خزاینو عمومي ریاست د مسلکي محاسبینو ریاست سره په همکارۍ، د مالیزیا له نړیوال اسلامي پوهنتون سره د لیسانس او ماسټرۍ په کچه هوکړه ترسره کړې، چې له مخې به یې مسلکي کدرونه د ټولنې د اړتیاوو او د وخت د غوښتنو سره سم ټولنې ته وړاندې شي.
د دې ډيپارټمنټ تحصیلي نصاب د کریډیټ سیسټم پر بنسټ جوړ شوی دی او زدهکوونکي د کانکور د ازموینې له لارې، د لوړو زده کړو محترم وزارت لخوا، د محاسبې په رشته کې د تحصیل لپاره را پېژندل کېږي. د مضامینو درسي مواد د کورنیو او نړیوالو معیارونو سره سم، او د ACCA پروګرام د ۹ ماډیولونو د معافیت تر لاسه کولو لپاره، په انګلیسي ژبه تدوین او تنظیم شوي دي. ملي ژبې او انګلیسي ددې ډيپارټمنټ د تدریس ژبې دي. له پشتني بانک سره د هوکړې له مخې د دې ډيپارټمنټ محصلین د کار زده کړې په موخه عملي زده کړې ترلاسه کوي.
د محاسبې ډيپارټمنټ فارغان د امارتي، خصوصي او نړیوالو سکټورونو د پراخو کاري فرصتونه څخه برخمن دي چې په محاسبه، مالي راپور ورکولو، مالي تحلیل، تمویل، پانګه اچوونې، مالي مدیریت، مالیاتو محاسبې، داخلي کنټرول، تفتیش او نورو اړوندو برخو کې دندې تر سره کوي. د محاسبې د کاري فرصتونو مهمې برخې دا دي:
-
مالي محاسبه، مالي راپور ورکول او مالي تحلیل
-
د لګښتونو محاسبه، مدیريتي محاسبه، د پروژې مدیریت محاسبه، د کړنو مدیریت او د سټراټیژیک مدیریت محاسبه
-
شرکتي حاکمیت، داخلي کنټرول، تفتیش او د تضمین خدمتونه
-
تمویل، پانګه اچونه، د ریسک مدیریت، مالي موډل جوړونه او مالي مدیریت
-
مالیات او د مالیاتو محاسبه
-
د عامه سکټور محاسبه، عامه تدارکات او عامه-خصوصي مشارکت
د محاسبې په زده کړه او څېړنه کې د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو غوره کړنلارو پر بنسټ په سیمهییزه کچه د یو باوري او مخکښ مرکز په توګه پېژندل کېدل.
د امانتدارۍ، حساب ورکونې، او شفافیت په رامنځ ته کولو سره د ټولنې د پایښت لرونکي پرمختګ لپاره د محاسبې په برخه کې د اسلامي ارزښتونو او د محاسبې نړیوالو بنسټونو له معیارونو سره سم د لوړ کیفیت لرونکو زدهکړو او څېړنو وړاندې کول.
-
د محاسبې په برخه کې د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو معیارونوپر بنسټ په لوړ کیفیت د علمي زدهکړو وړاندې کول.
-
د محاسبې په زدهکړه او څېړنه کې د مسلکي اخلاقو، امانتدارۍ، حساب ورکونې او شفافیت د کلتور غښتلي کول.
-
د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د محصلینو د علمي، تحلیلي او عملي مهارتونو او وړتیاوو پیاوړي کول.
-
له اړوندو بنسټونو سره د پایښت لرونکي پرمختګ په موخه، په څېړنه، نوښت او مسلکي برخو کې د اړیکو پراخول.
|
د مسلکي مضامینو لیکلړ/ لیست مضامین مسلکی/ Core Subjects |
||||||
|
ګڼه |
د مضمون ډول |
کریډټ |
د مضمون نوم په (پښتو) |
نام مضمون ( به دری) |
Name of Subject by (English) |
دمضمون کوډ |
|
۱ |
مسلکي |
3 |
د مالي محاسبې بنسټونه ۱ |
اساسات محاسبه مالی ۱ |
Fundamentals of Financial Accounting 1 |
EC-A-110 |
|
۲ |
مسلکي |
3 |
په تیوري او عمل کې مدیریت |
مدیریت در تیوری و عمل |
Theory and Practice of Management |
EC-A-120 |
|
۳ |
مسلکي |
3 |
بازار موندنه |
بازاریابی |
Marketing |
EC-A-121 |
|
۴ |
مسلکي |
3 |
د مالي محاسبې بنسټونه ۲ |
اساسات محاسبه مالی ۲ |
Fundamentals of Financial Accounting 2 |
EC-A-211 |
|
۵ |
مسلکي |
4 |
د مدیریتي محاسبې بنسټونه |
اساسات محاسبه مدیریتی |
Fundamentals of Management Accounting |
EC-A-313 |
|
۶ |
مسلکي |
3 |
د تجارت حقوق |
حقوق تجارت |
Business Law |
EC-A-330 |
|
۷ |
مسلکي |
3 |
منځنۍ محاسبه |
محاسبه میانه |
Intermediate Accounting |
EC-A-314 |
|
۸ |
مسلکي |
3 |
شرکتي حاکمیت او د تجارت اخلاق |
حاکمیت شرکتی و اخلاق تجارت |
Business Ethics and Corporate Governance |
EC-A-312 |
|
۹ |
مسلکي |
4 |
د لګښتونو مدیریت |
مدیریت مصارف |
Cost Management |
EC-A-416 |
|
۱۰ |
مسلکي |
3 |
د شرکتونو حقوق |
حقوق شرکت ها |
Corporate Law |
EC-A-431 |
|
۱۱ |
مسلکي |
3 |
د تصمیم نیونې علم |
علم تصمیم گیری |
Decision Science |
EC-A-422 |
|
۱۲ |
مسلکي |
3 |
اسلامي تمویل |
تمویل اسلامی |
Islamic Finance |
EC-A-432 |
|
۱۳ |
مسلکي |
3 |
د محاسبې کمپوټري سیسټم |
سیستم کمپیوتری محاسبه |
Computerized Accounting System |
EC-A-415 |
|
۱۴ |
مسلکي |
3 |
د شرکتونو محاسبه |
محاسبه شرکت ها |
Corporate Accounting |
EC-A-517 |
|
۱۵ |
مسلکي |
3 |
د تفتیش بنسټونه |
اساسات تفتیش |
Fundamentals of Auditing |
EC-A-540 |
|
۱۶ |
مسلکي |
3 |
د عامه سکټور محاسبه |
محاسبه سکتور عامه |
Public Sector Accounting |
EC-A-519 |
|
۱۷ |
مسلکي |
3 |
مالي مدیریت ۱ |
مدیریت مالی ۱ |
Business Finance |
EC-A-533 |
|
۱۸ |
مسلکي |
3 |
د پروژې مدیریت محاسبه |
محاسبه مدیریت پروژه |
Project Management Accounting |
EC-A-518 |
|
۱۹ |
مسلکي |
3 |
مالي مدیریت ۲ |
مدیریت مالی ۲ |
Corporate Finance |
EC-A-634 |
|
۲۰ |
مسلکي |
3 |
پرمختللې مالي محاسبه |
محاسبه مالی پیشرفته |
Advanced Financial Accounting |
EC-A-610 |
|
۲۱ |
مسلکی |
3 |
تفتیش او د تضمین خدمتونه |
تفتیش و خدمات تضمین |
Audit and Assurance Services |
EC-A-641 |
|
۲۲ |
مسلکي |
3 |
د مالیاتو محاسبه ۱ |
محاسبه مالیات ۱ |
Tax Accounting 1 |
EC-A-642 |
|
۲۳ |
مسلکي |
3 |
تشبثاتي مالي مدیریت |
مدیریت مالی تشبثاتی |
Entrepreneurial Financial Management |
EC-A-635 |
|
۲۴ |
مسلکي |
4 |
کار زده کړه |
کار آموزی |
Internship |
EC-A-611 |
|
۲۵ |
مسلکي |
3 |
د تجارت د څېړنې مېتودونه |
روش های تحقیق تجارت |
Business Research Methods |
EC-A-750 |
|
۲۶ |
مسلکي |
4 |
سیمینار |
سیمینار |
Seminar |
EC-A-751 |
|
۲۷ |
مسلکي |
3 |
د مالیاتو محاسبه ۲ |
محاسبه مالیات ۲ |
Tax Accounting 2 |
EC-A-743 |
|
۲۸ |
مسلکي |
3 |
د اسلامي بانکونو محاسبه |
محاسبه بانک های اسلامی |
Accounting for Islamic Banks |
EC-A-712 |
|
۲۹ |
مسلکي |
3 |
د ګروپي شرکتونو پرمختللې محاسبه |
محاسبه پیشرفته شرکت های گروپی |
Advanced Group Accounting |
EC-A-813 |
|
۳۰ |
مسلکي |
3 |
عامه تدارکات |
تدارکات عامه |
Public Procurement |
EC-A-824 |
|
۳۱ |
مسلکي |
4 |
مونوګراف |
مونوگراف |
Monograph |
EC-A-852 |
|
۳۲ |
مسلکي |
3 |
د اسلامي مالي بنسټونو تفتیش او شرکتي حاکمیت |
تفتیش و حاکمیت شرکتی نهاد های مالی اسلامی |
Auditing and Corporate Governance of IFIs |
EC-A-844 |
|
۳۳ |
مسلکي |
3 |
د زکات محاسبه |
محاسبه زکات |
Zakat Accounting |
EC-A-814 |
|
۳۴ |
مسلکي |
3 |
ستراتیژیک مدیریت |
مدیریت استراتیژیک |
Strategic Management |
EC-A-823 |