د مالي او بانکي چارو ډيپارټمنټ

پېژندنه

د مالي او بانکي چارو دیپارتمنت په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د "پیسې او بانکدارۍ" تر نوم لاندې د اقتصاد پوهنځي د نورو دیپارتمنتونو په چوکاټ کې تاسیس شو، او تر  ۱۳۵۹ ه.ش. کال پورې یې په همدې نوم فعالیت درلود. وروسته بیا، په  ۱۳۶۹ ه.ش. کال کې دا دیپارتمنت "د مالی او کردېټ دیپارتمنت" ونومول شو، چې بیا هم د ځینو علمي لاملونو له مخې په همدغه کال "د پیسو او مالی چارو دیپارتمنت" ته بدل شو.

وروسته، د اقتصاد پوهنځي د علمي شورا د پرېکړې، اړتیاوو او د مربوطو چارواکو د منظورۍ له مخې، دا دیپارتمنت په ۱۳۸۷ ه.ش. کال کې "د مالی او بانکي چارو دیپارتمنت" په نوم ونومول شو، او تر نن ورځې پورې په همدې نوم د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې خپلې علمي او اکادمیکې چارې پر مخ وړي.

لرلید

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي چارو ديپارتمنت ژمن دی چې د مالي او بانکي علومو په برخه کې معياري تدريسي خدمتونه او علمي څېړنې وړاندې کړي، او د هېواد د مالي نظام د پياوړتيا په موخه روزل شوي او مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

ماموريت

د مالي او بانکي چارو څانګې ، د هېواد د مالي او بانکي علومو د تر ټولو ستر علمي مرکز په توګه، د لاندې مکلفيتونو د ترسره کولو ژمنه کوي:

  • د مالي او بانکي علومو په برخه کې د لوړو کيفيت لرونکو او د سيمه‌ييزو معيارونو سره سم تدريسي او څېړنيزو خدمتونو ښه والی، پياوړتيا او وړاندې کول؛

  • د کار بازار د اړتياوو سره سم د معاصرو پوهې او مهارتونو برابرول او لېږد د ټولنې د مالي او بانکي سکتور لپاره؛

  • د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د معياري او باکيفيته تدريسي نصاب تصويب او پلي کول؛

  • د استادانو او محصلينو فعاله ونډه اخيستنه د ټولنې د عام‌المنفعه چارو په غني کولو کې، د څېړنيزو خدمتونو، مسلکي مشورو، روزنيزو پروګرامونو او نورو داوطلبانه فعاليتونو له لارې، د ديپارتمنت د استادانو او محصلينو په رهبرۍ.

موخې

  • د اسلامي پوهې ترڅنګ د عصري مهارتونو او د کار بازار د اړتياوو سره سم د مسلکي او متخصص کادرونو روزنه په مالي او بانکي چارو کې؛

  • د مالي او بانکي علومو په برخه کې د علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره د محصلينو توانمند کول؛

  • په هېواد کې د مالي او بانکي چارو په برخه کې د نظرياتو او علمي پوهې رامنځته کول او پراختيا؛

  • د مالي او بانکي علومو په برخه کې د پوهې د توليد، پراختيا او د تجربو د تبادلې لپاره له کورنيو او بهرنيو علمي او څېړنيزو بنسټونو سره د علمي اړيکو او همکاريو رامنځته کول او همغږي.

ستراتيژيکې موخې

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي چارو څانګه، د هېواد په کچه د يوې بااعتباره او پېژندل شوې تحصيلي څانګې په توګه، د خپلو موخو، ليدلوري او ماموريت د تحقق په موخه، او د منل شوو اسلامي، اکادمیک او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره لاندې ستراتيژيکې موخې په اجمالي ډول پېژندلې او د هغو د پوره کولو ژمنتيا لري:

  • د اسلامي روحيې په رڼا کې د تحصيلي کيفيت لوړوالی او علمي برتريت؛

  • د ديپارتمنت په کچه اداري ريفورمونه او اصلاحات؛

  • د مالي او بانکي چارو د رشتې اړوند تخصصي څېړنو ترويج او پياوړتيا؛

  • د اقتصاد پوهنځي له لارې د مالي او بانکي چارو د ديپارتمنت اړيکو رامنځته کول او پراختيا له اړوندو بهرنيو بنسټونو سره؛

  • د تحصيلي نصاب اعتبار ورکول (Accreditation) ، ساتنه او پراختيا د کار بازار د اړتياوو سره سم؛

  • د بنسټيزو اسانتياوو او زېربناوو پراختيا.

د پورته يادو شوو ستراتيژيکو موخو د تحقق لپاره، د بانکي او مالي چارو څانګې اړين اقدامات، سرچينې او د وخت مهالويش ترتيب کړي دي، چې تفصيلي بڼه يې د ديپارتمنت د کلني عملياتي پلان (Annual Operational Plan) کې وړاندې شوې ده.

 

د لسانس دورې تحصیلي نصاب

د مسلکي مضامینو لیکلړ/ لیست مضامین مسلکی/ Core Subjects

ګڼه

د مضمون ډول

کریډټ

د مضمون نوم په (پښتو)

نام مضمون ( به دری)

Name of Subject by (English)

دمضمون کود

۱

مسلکي

3

د عامه مالي چارو بنسټونه

اساسات امور مالی عامه

Principles of Public Finance

EC270

۲

مسلکي

3

د پیسو اقتصاد

اقتصاد پولی

Monetary Economics

EC350

۳

مسلکي

2

د تجارت حقوق

حقوق تجارت

Business Law

EC480

۴

مسلکي

3

عامه اقتصاد 1

اقتصاد عامه 1

Public Economics 1

EC545

۵

مسلکي

3

د بیمې مدیریت

مدیریت بیمه

Insurance

EC546

۶

مسلکي

3

د عامه بودجې تیوري

تیوری بودجه عامه

Public Budget Theory

EC542

۷

مسلکي

2

عامه اقتصاد 2

اقتصاد عامه 2

Public Economics  2

EC644

۸

مسلکي

2

د کانونو مدیریت

مدیریت معدن

Mine Management

EC647

۹

مسلکي

3

د بودجې سیاست

سیاست بودجه

Budget Policy

EC623

۱۰

مسلکي

3

مالي او پولي بازارونه

بازارهای مالی و پولی

Financial and Monetary Markets

EC626

۱۱

مسلکي

2

دولتي محاسبه

محاسبه دولتی

State Accounting

EC645

۱۲

مسلکي

3

د څېړنې میتودولوژي

روش تحقیق

Research Methodology

EC745

۱۳

مسلکي

3

مالي سیاستونه

سیاست های مالی

Fiscal Policies

EC744

۱۴

مسلکي

3

بانکوالي

بانکداری

Banking

EC741

۱۵

مسلکي

3

د مالي خطرونو مدیریت

مدیریت خطرات مالی

Financial Risks Management

EC723

۱۶

مسلکي

2

عملي کار

کار آموزی

Internship

EC648

۱۷

مسلکي

4

سمینار

سمینار

Seminar

EC844

۱۸

مسلکي

4

مونوگراف

مونوگراف

Monograph

EC845

۱۹

مسلکي

3

د دولت پورونه

اسقراض دولت

State Borrowing

EC841

۲۰

مسلکي

3

د پیسو سیاستونه

سیاست های پولی

Monetary Policies

EC842

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.