د کابل پوهنتون معلوماتي کټلاګ خپور شو

tariq_admin
Mon, Mar 06 2023 10:09 AM
654

کابل پوهنتون په وروستي ځل اته دېرش کاله وړاندې پر ۱۳۶۳هـ ل کټلاګ خپور کړی و، چې له هغه مهاله بیا تر اوسه بلها بدلونونه راغلي دي، همدې ټکي ته په پام د کابل پوهنتون رهبرۍ پرېکړه وکړه چې یو ځل بیا د کټلاګ په چاپونې سره د کابل پوهنتون موخې، وړتیاوې، لړلید او ان ستونزې له ټولنې په تېره اکاډمیکو کړیو سره شریکې کړي.

د کابل پوهنتون  نوی  کټلاګ په دواړو ملي (پښتو او دري) ژبو په ۲۴۸ مخونو کې د کابل پوهنتون له نوې یمې کالیزې سره  سم خپور شو. په کټلاګ کې د پوهنتون پر علمي او اداري معلوماتو سربېره پر تاریخي معلوماتو تمرکز شوی دی.

دا کټلاګ د کابل پوهنتون استادانو، کارکوونکیو او محصلینو لپاره د پوهنتون اړوند لرلید په غوراوي کې ګټور تمامېدای شي. هغه ځوانان چې په کابل پوهنتون کې د زده کړو لېوالتیا لري؛ د دې کټلاګ په مطالعې سره د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو، ډيپارټمنټونو، نصاب او مضمونونو په اړه اړین معلومات ترلاسولای شي، چې په دې سره به په اوږده مهال کې ټولنه د مسلکي کېدا پر لور غښتلي ګامونه واخلي.

د کابل پوهنتون رهبري غواړي چې د کټلاګ د لا بډاینې لپاره نور کار هم وکړي چې په راتلونکې کې ټولنې او علمي بنسټونو ته د کابل پوهنتون یوه کره او روښانه انځور وړاندې کړي. د یادونې وړ ده چې د کابل پوهنتون کټلاګ د کابل پوهنتون په چاپخونه کې چاپ شویدي.

Latest news

Thu, Sep 21 2023 11:13 AM
Background image

Museum

The National Museum, in Kabul, holds the largest collection of Afghan antiquities in the world and as such is the only destination for those who wish to learn about the rich and diverse. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain