د کابل پوهنتون د رهبري شورا غونډه ترسره شوه

د روان لمریز کال لړم میاشتې په ۱۵مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رئیس، مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو په شتون کې د روان سمستر په وروستیو آزموینو او د پوهنتون په نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د غونډې په شروع کې د ګډونوالو له راتګ څخه د خوښي ترڅنګ ښه راغلاست وویل او د روان سمستر د وروستیو آزموینو په اخیستو او د هغه اړوند موضوعاتو یې خبرې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ چې آزموینې باید د اصولو او قوانینو په رڼا کې په پوره نظم او دسپیلن کې ترسره او د آزموینو کمېټه او د پوهنځیو ریاستونه پدې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
وروسته د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند محمدشفیع شریفي، د کیفیت ساتنې اړوند د اسناد ارزونې نوی چک لېست ګډونوالو ته وړاندې او د هغه اړوند مهمو مسایلو یې خبرې وکړې.
په یاده غونډه کې د محصلینو چارو سرپرست مرستیال ښاغلي پوهنمل معاذ الله نسیم د وروستیو ازموینو د ترسره کېدو په جزئیاتو خبرې وکړې.
په پایله کې د رهبري شورا غړو هر یو د نظریاتو او وړاندیزونو د شریکولو تر څنګ د پوهنتون اداري او علمي چارو د لا ښه والي او پرمختګ لپاره چمتووالی وښود.