په کابل پوهنتون کې د کیفیت تضمین کمېټې ناسته جوړه شوه

Anonymous (not verified)
Sun, Aug 01 2021 2:40 PM
ku

د کابل پوهنتون د کیفیت تضمین کمېټې ناسته د روان کال د زمري په ۹ نېټه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په ریاست د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي، کیفیت تضمین کمېټې امر او غړو په ګډون جوړه شوه.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون رییس د خپلو لارښووني خبرو په لړ کې په کابل پوهنتون کې د درسي کیفیت د وضعیت په ښه والي تاکید وکړ. ښاغلي بابري وویل، چې په علمي او اکاډمیکو ځایونو کې یو له اساسي عنصرونو څخه د کیفیت تضمین دی او ټول مسوولیت لرو، چې په کابل پوهنتون کې د کیفیت تضمین د ښه والي په برخه کې له هېڅ ډول هڅو او کوښښونو څخه ډډه ونکړو. د کابل پوهنتون رییس د کیفیت تضمین کمېټې څخه وغوښتل یوه طرحه، چې په هغه کې په بنسټیزه توګه لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي وي، په کابل پوهنتون کې د درسي کیفیت د غوره والي لپاره جوړه کړي تر څو د هغې په رڼا کې د کابل پوهنتون رهبري د هغې په رڼا کې د کیفیت تضمین کمېټې سره همکاري ولري.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شریف شریفي په کابل پوهنتون کې د کیفیت تضمین د غوره والي په اړتیا د تاکید ترڅنګ وویل: د کیفیت تضمین کمېټه متعهده ده، چې مثبت بدلونونه رامنځته کړي، ولې پدې برخه کې ستونزې او ننګونې شتون لري او د بدلونونو رامنځته کول ساده ندي ولې مونږ هڅه کوو، چې د کیفیت تضمين د څانګو، پوهنځیو، د کابل پوهنتون او حتی د هر استاد لپاره یې په یو فرهنګ بدل کړو او کله، چې مونږ دې چارې ته ورسیږو په باور سره د کیفیت تضمین په برخه کې ستونزې کمې شي.

د کیفیت تضمین ناستې په پای کې د کابل پوهنتون د کیفیت تضمین امر سید سخي احمد سلطاني وویل، چې دا کمېټه د بدلون او تحرک په لټه کې ده او یوه نظر پوښتنه یې په لاره اچولې، چې د دې نظر پوښتنې پر بنسټ د کیفیت تضمین په برخه کې یو لړ ستونزې شتون لري او په هغې د بریالي کيدو سره به کمېټه د کابل پوهنتون رهبري ته حل لارې وړاندېز کړي تر څو پدې برخه کې اقدام تر سره کړي.

د کیفیت تضمین بحث د هیواد د لوړو زده کړو په بنسټونو کې یوه مهمه مسئله ده. دا بهیر هغه مهال بریالی او اغېز لرونکی دی، چې د هغې پر وړاندې جدي ستونزه شتون ونلري او محصلین د لوړو زده کړو بنسټونو کې د درس له کیفیت څخه راضي وي.

Latest news

Thu, Sep 21 2023 11:13 AM
Background image

Museum

The National Museum, in Kabul, holds the largest collection of Afghan antiquities in the world and as such is the only destination for those who wish to learn about the rich and diverse. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain