لیدلوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د ښوونیز مدیریت د ماسټري پروګرام، رهبران او علمي صلاحیت لرونکي او د لوړې درجې درلودونکي متخصصان د ښوونیز مدیریت په ډيپارټمنټ کې ټولنې ته وړاندې کوي. دوی نه یواځې د افغانستان د ښوونیز نظام په اصلاح او ښه والي کې ارزښتمن او حیاتي ګڼل کېږي، بلکې د ټولنې په ټولو برخو کې لوړ اغېز لري، پر دې سربېره د دې پروګرام منځ ته راتګ د ښوونیزو سازمانونو په اوږدمهاله پراختیا او ښې حکومتولۍ کې د خپلو فارغانو په وسیله مهم او ټاکونکی رول لوبوي.

دا پروګرام د څېړنې او مطالعې د فرهنګ په دودولو، او د عملي او ګټورې روزنې د زمینو په برابرولو سره هڅه کوي، تر څو په رهبرۍ، مدیریت او ښوونه کې مهم رول ادا کړي.

ماموریت:

د ښوونیز مدیریت د ماسترۍ پروګرام رسالت د پوهې د کچې لوړاوی او د ښوونیز مدیریت په برخو کې د ښوونیزو سازمانونو او په ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو کې د علمي مهارتونو ډېرښت دی.

دا پروګرام د هېواد د راتلونکې مدیران، رهبران او پالیسي جوړونکي د پلان جوړونې په برخه کې د ګډون په روحیه، د حالاتو تحلیل او د موضوعاتو ارزونې او د معقولو تصمیمونو نیولو او په روزنیزو چارو کې ګټور ارتباط ټینګولو ته چمتو کوي. همدارنګه به دا پروګرام، د مطالعې او څېړنې نوې ساحې، نورو پوهنتونو ته د پوهانو او کادرونو د روزنې په منظور ټولو عامه سکټورونو او مؤسسو ته چمتو کړي.

موخې:

د ښوونیز مدیریت د ماسټري د پروګرام د منځ ته راتګ موخې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، په اداره او مدیریت کې د متخصصو او مسلکي کادرونو روزنه او د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په کچه د ښوونیز نظام ښه والی دی. دا پروګرام په عمومي توګه د هېواد ښوونیز نظام د کارکوونکو، په ځانګړې توګه د رهبري او ښوونیز مدیریت په ډيپارټمنټونو، ښوونیزه ټکنالوژي، د ښوونیز او تحصیلي نصاب د پرمختیا، روزنیزه برنامه جوړونه، نظارت او روزنیزې لارښوونې او نورو برخو کې د تخصصي مهارتونو د ودې او پرمختیا په خاطر جوړ شوی دی.

اساسي موخې:

د ښوونیز مدیریت د ماسټري د پروګرام مهمې موخې:

  1. د شرایطو بدلون او د ټولنې د اوسنیو غوښتنو مطابق د ځوانو رهبرانو روزنه؛
  2. له نظري او عملي پلوه د افغانستان او نړۍ په کچه د عامه دولتي او عامه ادارو د ښوونیز مدیریت د مهمو معلوماتو ترلاسه کول؛
  3. د ټولنې اړتیا ته ته په کتو د مدیریت او پلان جوړونې په برخو کې د متخصصو او مسلکي کادرونو روزنه؛
  4. د رهبرۍ اړوند د معلوماتو ترلاسه کول او محصلانو ته د ښې زده کړې زمینه برابرول، د دولتي او خصوصي او نورو هغو سکټورنو تر منځ چې د دولتي ادارو په پالیسیو او مدیریت اغېز پرېباسي د اړیکو را منځ ته کول او د شرایطو برابرول؛
  5. د انتقادي تفکر په برخه کې د اړیکو ټینګول او د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت د کچې لوړاوی او پراختیا؛
  6. د ښوونیز او تحصیلي نصاب د جوړونې په برخه کې د محصلانو د وړتیاوو لوړاوی، پروژې جوړونه او د مالي او اقتصادي چارو تنظیمول؛

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم