لیدلوری، مأموریت او موخې
لیدلوری:
د دې معاونیت لیدلوری دا دی، چې د څېړنو او علمي خپرونو په برخه کې کابل پوهنتون په داخلي او سیمه ېیزه کچه پر یوې مخکښې ادارې بدله کړي؛ څو د لوړ کیفیت څېړنو، معتبرو علمي ژورنالونو، نوښت او د پوهې تولید لپاره پیژندل شوی وي او د ټولنې په دوامداره پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.
مأموریت:
د علمي څېړنو معاونیت دنده د علمي څېړنو او خپرونو په برخه کې د یو موټي او خوځنده سیستم رامنځته کول دي، چې د پوهې پراختیا، د علمي ژورنالونو پیاوړتیا، د نوښت د ودې او د څېړنې پر بنسټ د زده کړې د ملاتر مرسته کول دي. دا معاونیت هڅه کوي چې د اړینو خدماتو، بېخبناوو او پالیسیو په چمتو کولو سره د باکیفیته او مؤثره علمي څېړنو او خپرونو لپاره زمینه برابره کړي.
موخې:
- د علمي څېړنو معاونیت اساسي موخې عبارت دي له:
- په کابل پوهنتون کې د څېړنې او علمي خپرونو کلتور ته وده ورکول؛
- د ملي او نړیوالو منل شویو معیارونو سره سم د پوهنتون علمي ژورنالونو پراختیا، معیاري کول او پیاوړي کول؛
- د څېړنیزو او خپرنیزو پالیسو او ستراتیژیانو جوړول او پلي کول؛
- د څېړنې د پروژو، نوښت، تمویل او څیړنیزو مالي سرچینو مدیریت او ملاتړ؛
- په داخلي او نړیواله کچه د علمي او خپرنیزو همکاریو پراخول؛
- د علمي تولید او نوښتونو د کیفیت او کمیت لوړول.