زولوژي ډيپارټمنټ

پېژندنه:

زولوژي ډیپارټمنټ په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د بیولوژي له پوهنځي سره سم رامنځته شو او خپل اکاډمیک فعالیتونه د دغه پوهنځي تر ریاست لاندې پر مخ بیایي. د دغه ډیپارټمنټ بنسټیز فعالیتونه د پوهنځي له درسي نصاب سره سم، د اړوندو مضامینو تدریس، علمي څېړنې تر سره کول، علمي کنفرانسونه، د مونوګراف په تدوین کې د زده‌کړیالانو لارښوونه، د پوهنځي او پوهنتون په کچه او د نورو اړوندو ادارو په بېلابېلو کمېټو کې ګډون؛ لکه، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د ملي پالیسي په جوړولو، د ژوند د تنوع حیات په برخه او  نورو برخو کې همکاري لري او  همدا ډول د کابل ژوبڼ سره هم دا ډیپارټمنټ همکاري لري. زولوژي ډیپارټمنټ په پام کې لري چې د تطبیقي او زماني شرایطو په برابرېدو سره د ډیپارټمنټ پرمختګ او پرمختیا لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي چې له هغې ډلې نه د زولوژي له ډیپارټمنت نه په اختصاصي شکل محصلینو فراغت او په زولوژي ډیپارټمنټ کې د اختصاصي کادرونو روزنه یې د یادونې وړ دي.

د زولوژې ډیپارټمنټ ښوونیزې موخې:

  • په زولوژي څانګه کې د لیسانس په کچه دولتي او خصوصې ادارو ته د مسلکي او متخصصوکادرونو روزنه
  • دولتي او خصوصي ښوونځیو ته د مسلکي او متخصصو ښوونکو روزنه
  • د مسلکي زولوجسټانو روزنه
  • خصوصي او دولتي ښوونځیو ته د لابراتواري عملي کارونو لپاره د تخنیکي اسیسټانټانو روزنه
  • د اهلي او وحشي ژویو په اړه د مسلکي او تخصصي پوهې لېږد له لارې په افغانستان کې د نادرو او له منځه تلونکو ژویو د نسلونو خوندیتوب لپاره مبارزه
  • د اقتصادي او فارمي ژویو د روزنې د ډول ډول لارو چارو زده کړه
  • په ایکوسیسټم او ورځني ژوند کې د اهلي او وحشي حیواناتو په ارزښت پوهېدل
  • د چاپېریال ساتنې او د ژویو د خوندیتوب فرهنګ ترویجول
  • د ټولنې په مسلکي او تخصصي پرمختګ کې ونډه اخیستل او د افغانستان اسلامي امارت عالي موخو ته لاسرسی.
  • د ژمن او مسلکي کاري ځواک روزنه

لیدلوری:

زولوژي ډیپارتمنټ په پام کې لري چې د  غوره کادرونو د مسلکي او تخصصي کچې لوړوالي او د څېړنو پراختیا په موخه په راتلونکي کې محصلان له اختصاصي زولوژي دیپارټمنټ فارغ کړي او په دې برخه کې ټولنې ته د زولوژي په برخه کې کادرونه او متخصص زولوجسټان وړاندې کړي.

 د زولوژي ډیپارټمنټ بنسټیزې موخې:

د زولوژي ډیپارټمنټ بنسټیزې موخې د علمي او مسلکي کادرونو روزنه، د زولوژي متخصصینو روزنه چې د زولوژي له بنسټیزو مفاهیمو سره آشنا وي او په ورځني ژوند کې یې وکارولی شي تر څو دا علمي کادرونه په زولوژي ډیپارټمنټ کې د لیسانس دورې له پای ته رسولو وروسته په راتلونکي کې د ښوونیزو مرکزونو د ښوونې او روزنې، په ښوونځیو کې د تدریس، په پوهنتونونو کې د تدریس، علمي او څیړنیزو ادارو، په زراعت څانګه کې، په تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټونو کې تدریس، وترنري او چاپېریال ساتنه کې تدریس وکړي او د خصوصي سکټور اړتیاوې پوره کړای شي.

لابراتوار او ښوونیز تجهیزات:

شمېره

د لابراتوار ډول

توکي او تجهیزات

۱

انتومولوژي لابراتوار

د حشراتو نیولو جال، د حشراتو د راټولولو او لېږد توکي، د حشراتو د ساتنې صندوق، مایکروسکوپ، تسلیخ او د تسلیخ بکس، ذره بین او نوري مایکروسکوپ

۲

حیواني فزیولوژي لابرتوار

مایکروسکوپ، سلایډ، کورسلایډ، تسلیخ بکس، تسلیخ تشت، سنټرفیوژ ټېسټ ټیوب، بېکر و فلاسک

۳

مایکروبیولوژي لابرتوار

مایکرسکوپ، سلایډ کور، سلایډ، تسلیخ بکس، تسلیخ تشت و پټري دېش

۴

فقاریه او غیرفقاریه زولوژي لابرتوار

جوړ شوي سلایډونه، مایکرسکوپ، سلایډ، کور سلایډ، تسلیخ بکس، تسلیخ تشت

۵

حیواني هستولوژي لابرتوار

مایکرسکوپ، سلایډ، کور سلایډ، تسلیخ بکس او تسلیخ تشت

د زولوژي دیپارټمنټ د علمي کادر غړي:

شمیره

نوم

تخلص

د پلار نوم

د تحصیل رشته

۱

کیهانه

صاحب زاده تایب

محمدآصف

فزیولوژي حیوانی

۲

قدرت الله

اوریاخیل

میرعطا

زولوژي

۳

عبدالرحمن

عثمانی

جمعه گل

زولوژي

۴

محمد حنیف

 

پهلوان

زولوژی

۵

محمدعارف

عرفان

محمدآجان

زولوژي

۶

شاهد الله

ځدران

اصل خان

بیوتکنالوژی

۷

الینا

کاکړ

مومن

بیولوژي

۸

محمدنوید

امین

امان الله

بیولوژي

۹

نعمت الله

سعادت

حکومت

بیولوژي

د زولوژي ډیپارټمنټ نصاب:

54jh

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم