رهبري شورا

د کابل پوهنتون د کاري ساحې پراختیا، د ګومارونکیو د غوښتنې د کچې له امله د ټولنیزو بدلونونو او په نړیواله و ملي په تېره د لوړو زده کړو په کچه د کیفي معیارونو د سیالۍ له امله اړینه ده چې له حقوقي پلونه ځينې ګامونه واخیستل شي، کابل پوهنتون لومړی ځل پر ۱۳۹۶هـ لمریز په دې تشکیل سره رهبري شورا تاسیس کړه.

د کابل پوهنتون د رهبري شورا غړي؛

  • د کابل پوهنتون رییس د شورا د رییس په توګه؛
  • علمي معاون د شورا د مرستیال په توګه؛
  • د محصلانو چارو معاون د شورا د منشي په توګه؛
  • د مالي او اداري چارو مرستیال د غړي په توګه؛
  • د پوهنځیو رییسان د غړیو په توګه؛
  • د کابل پوهنتون عمومي امران د غړیو په توګه.

د کابل پوهنتون د رهبري شورا واکونه: د پوهنتون اړوند کمېټو غواروی او پر چارو یې څار، د کابل پوهنتون د تړنونو(توامیتونو) د موادو برابرونه او په پلي کېدا کې یې اسانچاري، په سمسټرواره بڼه د پوهنځيو د رییسانو د راپورنو اورېدنه[ د پوهنتون مرستیالان او د پوهنځيو رییسان مکلف دي چې خپل راپورونه په لیکلې بڼه ترتیب او شورا ته یې وړاندې کړې]، د پوهنتون د اداري او حمایتي چارو د لا ښه والي په موخه اداري تصمیم نیونه او له اکادمیکې ساحې ور هاخوا د ځينو مسالو په اړه پرېکړه او تصمیم د بېلګې په ډول د استادانو او کارکوونکیو د شکایتونو اورېدنه او پر دې سربېره نور هغه مسایل چې د وخت او ځايي غوښتنو له مخې لارښودې شورا ته راجع کېږي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم