د پريکلینیک ډيپارټمنت
د پریکلینیک ډیپارټمنټ د وترنري طب اساسي مضمونونه لکه اناتومي، فزیولوژي، بیوشیمي، طبي لاتین، هستولوژي او امبریولوژي په نظري او عملي بڼه تدریسوي. دا ډیپارټمنټ تر ډېره د وترنري طب پیشنیاز مضمونونو پوښي. سربېره پر دې، د دې ډیپارټمنټ مضمونونه کولای شي د کادري شفاخانې په علمي څانګو کې د فزیولوژیکي، بیوشیمیکي، هستولوژیکي او امبریولوژیکي حیاتي پارامیټرو د تشخیص او همدارنګه په جراحي کې د توپوګرافیک اناتومي د پیشنیاز مضمونونو په توګه فعاله ونډه ولري. دا ډیپارټمنټ د دوکتورا، ماسټري او لیسانس کچې وړ او مسلکي علمي کادر غړي او یو لابرانټ لري. د ډیپارټمنټ مضمونونه د کلینیکي تطبیقي کارونې له لارې د عایداتي سرچینو په توګه هم کارېدلی شي. همدارنګه، ډیپارټمنټ د اناتومي په مضمون کې د بېلابېلو حیواناتو د ماډلونو په جوړولو کې فعاله ونډه اخیستلای شي. دا ډیپارټمنټ د تطبیقي علمي څېړنو له لارې د دولتي او خصوصي سکتورونو د ستونزو په حل کې مهم رول لوبولی شي. د دې ډیپارټمنټ د علمي کادر غړي په علمي، څېړنیزو او ټولنې ته د خدماتو وړاندې کولو په ټولو برخو کې ژمن دي. ډیپارټمنټ د ځان بساینې لپاره ښې لارې لري، لکه د اړوندو سکټورونو لپاره د خدماتو وړاندې کول، مشورې ورکول، د سروې پروژو پلي کول، تطبیقي علمي څېړنې او روزنیز ـ تعلیمي پروګرامونه.