د محصلینو د ارزونې مېتودونه
د محصلینو ارزونه د سمیستر په منځ، پای او همدارنګه ډېری وخت د سمیستر په اوږدو کې د ازموینو اخیستو له لارې تر سره کېږي او پر دې سربېره، ډېری وخت په فردي او ډلهییز ډول محصلینو ته د پروژو دې ورکړې له مخې هم محصلین ارزیابي کېږي. د محصلینو دا ارزونه د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقرراتو مطابق، د مضمون محتوا ته په کتو سره تر سره کېږي.