د ستراتیژيک پلان کمېټه

دا کمېته په ۱۳۹۵هـ ل کال کې د کابل پوهنتون د ریاست په لارښوونه جوړه شوې ده، چې د ستراتیژيک پلان له عملي کېدو څارنه کوي. ددې کمېټې ناستې د کابل پوهنتون د علمي مرستیالیت تر مستقیمې لارښوونې لاندې ترسره کېږي او د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال یې هم غړی دی. تر څنګ یې د محصلینو چارو مرستیال، د ریاست د دفتر امر او د هر پوهنځي یو استازی په دغه کمېټه کې غړیتوب لري او غونډې یې په کابل پوهنتون کې جوړېږي.

د دې کمېټې مهمې دندې: د وضعیت رښتینې ارزونه، د ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه د شته منابعو ارزونه او د پلان د جوړولو لپاره د هغو تحلیل او تجزیه، د کابل پوهنتون د کالني پلان ارزونه او د ښه والي لپاره یې د وړاندیزونو او بدلونونو راوستل. د تدوین په برخه کې د لیدل شوو پرمختګونو راپور ورکول، په کلنۍ توګه د ستراتيژيک پلان له ترتیب راپور ورکول، همدا راز د هغو دندو مخ ته بېول چې د کابل پوهنتون د علمي شورا له لوري دغه کمېټې ته سپارل کېږي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم