د حيواني علومو ډيپارتمېنت

الف) پیژندنه:

د حیواني علومو  څانګه له ۱۳۴۵ هـ ش کال نه په فعالیت پیل کړی ، موخه یې د حیواني علومو په بیلا بیلو برخو کې لکه د شیدو او غوښینو  غوایانو روزنه او تغذیه، د کورنيیو چرګانو روزنه  د هګیو او غوښیی د تولید لپاره، د پسونو  او وزو روزنه  او لویونه. د فارمی حیواناتو د انواعو  په روزنه او د فارمی  محصولاتود زیاتوالی  په برخه کې د محصلینو روزل دي.

ب) د روزنې موخې

د حیواني علومو په بیلا بیلو څانګو کې د محصلینو لپاره معیاري او لوړ کېفیت تخنیکي پوهې چمتو کول دي تر څو په ټولنه کي موثره ونډه  واخلي، د حیواني علوم  د روزنې موخې په لاندې ډول دي.

د مالداري پایداره سیسټمونو کارول د لوږې سره د مبارزې او د خوړو خوندیتوب ته د ودې ورکولو لپاره.

  • دښوونیزو پروګرامونو او باکېفیته خدماتو  په  وړاندې کولو سره د هیواد د مالدارۍ د ودې لپاره ځواب وینه. 

  • - د مالدارۍ د نوې ټیکنالوژۍ معرفي کول ترڅو دودیزه مالداري، عصري مالداري ته واړول شي .

  • د  صنعتي فابریکو لپاره د خامو موادو ذخیره کولو د میتودونو معرفي کول، پروسس او تنظیم کولو لپاره د مسلکي پوهې او اړین مهارتونو ترلاسه کول.  

  • په بریالي توګه د دندو او مسؤلیتونو سرته رسول  په دولتي او غیر دولتي اداراتو کې د مستند علمي څیړنو او تخصصي پوهې په کارولو سره.

  • په دوه لیسانس او ​​​​ماسټري پروګرامونو کې د مسلکي کادرونو روزنه او ټولنې ته د مسلکي کسانو وړاندې کول.

۱- لیدلوری:

د حیواني علومو ډیپارتمنت غواړي د مالداري (حیواني خوړو او تغذیی، د حیواناتو وراثت او د نسل اصلاح او د حیواناتو د فارمونو مدیریت) د څانګې په بیلابیلو برخو کې د تدریس ،څیړنی او خدمت کولو له لاری ماهر او تکړه کارپوهان او متخصصان وروزي چی د ټولنې په اقتصادي پرمختیا کې رغنده ونډه واخلي.

۲- ماموریت:

د حیواني علومو څانګه اوس مهال د حیواناتو د حیواني خوړو او تغذیی ، حیواناتو د وراثت اصلاح او د حیواناتو د اداري ( مالځایونو او پنډغالیو ، حیواني ناروغیو او آفتونو وقایه او درملنه او هم د حیواناتو د روغتیا او خوندیتوب او حیواني محصولاتو ) په برخو کې د تدریس ، څیړنو او خدمت کولو لاری متخصص کادرونه روزي.

۳-   بنسټیزې موخې:

  • د فارمونو په کچه د ماهرو کارپوهانو او کادرونو روزنه.

  • د حیواني خوړو او تغذیی، څړځایونو، د حیواناتو د جنیټیک اصلاح او د حیواني فارمونو په برخه کې د مالدارانو ستونزو هوارول او د پای ټکې کېښودل.

ج) هوکړه لیکونه:

په اوس وخت کې د حیواني علومو څانګه له نورو پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه نه لري.

د) لابراتوار او تجهیزات:

د حیواني علومو څانګه خپلواک لابراتوار لري چی په اړینو ابتدایي وسایلو سمبال دی. دا وسایل د محصلینو د څیړنو لپاره کارول کېږی.

54kj

شکل 11ـ د حیواني علومو څانګې د لابراتوار د عملی کارونو جریان انځور

 

د حیواني علومو څانګې د کادري غړو پیژندګلوي

54kjl

 

هـ) د حیواني علومو څانګې تحصیلی نصاب ( تخصصی مضامین)

488vrrd

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم