د تضمین کیفیت د ارزونې کمېټه

د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د لایحې د اتلسمې مادې پر بنسټ د لوړو زده کړو وزارت ټول بنسټونه باید د خپل کیفیت د لوړولو او ښه کولو لپاره د تضمین کیفیت یوه کمېټه ولري.

د همدې مادې پر بنسټ د کابل پوهنتون هم په ۱۳۹۳هـ ل کال کې د خپلو فعالیتونو په چوکاټ کې دغه کمېټه جوړه کړه. له همغه پیله بیا تر دې دمه یاده کمېټه په منظمه توګه خپلې غونډې لري او د کابل پوهنتون د کیفیت د لوړولو لپاره هڅې کوي. ددې کمېټې ریاست د علمي مرستیالیت له لوري مخ ته وړل کېږي او ۲۲ غړي لري چې له هر پوهنځي یو با صلاحیته استازی ددې کمېټې غړیتوب کوي. په لنډه توګه دغه کمېټه لاندې مکلفیتونه لري:

په تحصیلي بنسټنو کې د کیفیت د ښه والي لپاره هڅې، د پوهنتونو د پوهنځیو او څانګو د ارزونې د پروسې څارنه، د پوهنځیو او څانګو د ارزونې د راپور ارزول، د لوړو زده کړو وزارت له ستراتیژيک پلان سره پوره بلدتیا، د اړوند تحصیلي بنسټ له ستراتيژیک پلان او د اعتبار ورکولو د پروسې له اړوندو اسنادو سره پوره بلدتیا، د تحصیلي بنسټونو په ټولو برخو کې د عملیاتي پلان تطبیق او نورو هغو پروګرامونو عملي کول چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري دغه کمېټې ته سپارل کېږي.

دغه کمېټه همدا راز د قانون په رڼا کې دغه دندې ترسره کولی شي: د زده کولو او ورز ده کولو د پروسې له حدودو څارنه او ارزونه، په تحصیلي بنسټ کې د انفرادي عملیاتي پلان او تدریسي پلان ښه کول، د پوهنتون د علمي شورا تر تایید وروسته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست ته د هغه راپور د لېږلو او نشراتو له پروسې څارنه چې د هر سمستر په پای کې لېږل کېږي. د تدریس د چارو څارنه او د تدریس د کیفیت د لارښوونې پر بنسټ لوړو زده کړو وزارت ته د پوهنتون د علمي شورا تر تایید وروسته د راپور ورکول، په هر سمسټر کې د درسي موادو ارزونه، د لکچر نوټونو او نورو درسي توکو ارزونه هم د دوی دنده ده چې تر څنګ یې د اصلاح او غوراوي لپاره هڅه وشي. د تحصیلي بنسټ د نظم او دسپلین څارنه، د لوایحو، مقرراتو، طرزالعملونو د تطبیق څارنه هم ددغه کمېټې پر غاړه ده.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم