د ترفیعاتو کمېټه

دغه کمېټه د کابل پوهنتون د علمي مرستیال تر مستقیمې لارښوونې لاندې فعالیت کوي. په کمېټه کې علمي مرستیال د مشر، د استادانو چارو امر منشي او د هر پوهنځي یو استازی د غړي په توګه فعالیت کوي. دا کمېټه په هره میاشت کې لږ تر لږه یوه غونډه کوي چې لاندې فعالیتونه ترسره کوي:

د ملکي عالي لوړو زده کړو د قانون په چوکاټ کې د هغو پرېکړو په اړه بحث کول چې د څانګې او د پوهنځي د علمي شورا له لارې د استادانو چارو امریت ته رالېږل شوې دي. د هغو پوهنتونو د ترفیع د مضوعاتو طرح او ارزونه چې له کابل پوهنتون سره همکاري لري او د یادو پوهنتونونو د څانګې، د پوهنځي د علمي شورا او استادانو چارو امریت له لوري یې چارې مخ ته وړل شوې وي. دا کمېټه همدا راز د ترفیع لپاره د استاد د رالېږل شوې دوسیې له بشپړوالي ځان ډاډمنوي، ټولو هغو مواردو ته پام کوي چې د دوسیې د بشپړتیا لپاره د لوړو زده کړو وزارت د هغو سپارښتنه کړې ده، د دوسیې د تکمیل په صورت کې یې د نورو اړوندو

چارو لپاره د پوهنتون علمي شورا ته لېږي، پرېکړې د جلسې د منشي له لوري د غونډو په کتاب کې ثبتېږي، همدا راز نورې هغه چارې مخ ته وړي چې د لوړو زده کړو وزارت د قانون په چوکاټ کې دغه کمېټې ته سپارل کېږي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم